د پنځو لويو ښارونو ستراتيژيکې پراختيا چهارچوب په پرانسیب کې تائيد شو
د جلالتماب جمهور رئيس محمد اشرف غني په رياست د اوبو، ځمکو او ښاري پراختيا په عالي شورا کې د لويو ښارونو (هرات، جلالاباد، کندهار، مزارشريف او خوست) ستراتيژيک پراختيا چهارچوب له ډيرو بحثونو او مشورو وروسته په پرنسیب کې تائيد شو. له دې سره هممهاله ښار جوړولو او ځمکو وزارت او سيمهييزو ارګانونو ادارې ته دنده وسپارل شوه چې د پلي کولو لپاره يې د ټولنې له اړتيا سره سم لاس په کار شي.
د يادو پنځو ښارونو ستراتيژيک انکشاف چهارچوب له ساساکي شرکت سره په نږدې همغږۍ ترتيب شوی او په دې طرحه کې د ښارونو د پراختيا، تاریخي، استوګنيز، سوداګريز، تحصيلي او د پانګونې او اقتصادي ځايونه مشخص شوي دي.
جلالتماب جمهور رئيس د ښار جوړولو او ځمکو وزارت او ساساکي شرکت د هلو ځلو د ستاينې تر څنګ، لارښوونه وکړه چې ياده طرحه بايد د ورکشاپونو او کنفرانسونو له لارې له خلکو او پوهنتونونو سره شریکه شي، څو له دې لارې د ستراتيژيک انکشاف چهارچوب په يو ملي بحث بدل شي.
جلالتماب جمهور رئيس په ورته وخت کې ښار جوړولو او ځمکو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د شلو ورځو په اوږدو کې له واليانو، ښاروالانو او سکتوري ادارو سره اړينه همغږي رامنځته کړي او د هغوی نظريات هم په ياده طرحه کې ورګډ کړي، څو له دقيقې څېړنې وروسته يې پايلې د جمهوري رياست له عالي مقام سره په يوه جلسه کې شريکې شي.