د پل‌خشتي جامع جومات تر مرمت او ترميم وروسته په ځانګړو مراسمو کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۹/۹ - ۱۰:۱۰
کابل

په دې مراسمو کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جلالتماب جمهور رئيس په ګډون د کابينې غړيو، د ملي شورا او علماو شورا استازو، لوی څارنوال، د سترې محکمې رئيس او يو شمېر نورو دولتي مشرانو برخه اخېستې وه.

جلالتماب جمهور رئيس په داسې حال کې د پل‌خشتي جامع جومات ته داخل او د جومات لوحه يې پرانېسته چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم محمد جواد پيکار، د مشرانو جرګې رئيس، قاضی القضات، د سترې محکمې رئيس، لوی څارنوال، يو شمېر وزيرانو او سلاکارانو يې هم ملتيا کوله.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم محمد جواد پيکار په خپلو خبرو کې د اسلامي او تاريخي ابداتو رغولو ته د جلالتماب جمهور رئيس له ځانګړې پاملرنې څخه په مننې وويل چې د پل‌خشتې جامع جومات په کابل کې دويم لرغونی جومات دی چې په ۱۰۶۹ هجري لمريز کال کې جوړ شوی او د امير عبدالرحمن خان، امير حبيب الله خان، شاه غازي امان الله خان او محمد ظاهر شاه په واکمنۍ کې څو ځله ترميم او بيا ورغول شو.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست زياته کړه چې د دې تاريخي جومات د ترميم او مرمت چارې د ۱۳۹۶ لمريز کال په وروستيو کې د جلالتماب جمهور رئيس په حکم په شاوخوا ۱۲۹ ميلیونه افغانيو پيل شوې او د دوو کلونو په تېرېدو سره دا دی د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په زيار ګټې اخېستلو ته وسپارل شو.

محترم محمد جواد پيکار وويل چې د جلالتماب جمهور رئيس په ځانګړې پاملرنه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له څو کلونو راهيسې د تاريخي او ديني ابداتو د ترميم او مرمت چارې پيل کړي چې له دې ډلې څخه په کابل کې د شاه دوشمشېره او د معاذ بن جبل (رض) جوماتونه، په کندهار کې د مير هزار جومات، بدخشان کې د خرقې مبارکې جومات، د هرات جامع جومات، د کندهار په ښار کې حرم‌سرای، په کابل کې د وزير محمد اکبرخان تپه، د پارلمان د شهيدانو هديره او د باغ بالا قصر او د پروان ولايت جامع جومات يادولو وړ دي. 

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست زياته کړه چې د دې وزارت په چوکاټ کې همدا اوس یو شمېر نورې پروژې لکه د مزار شریف د روضې د ترمیم او مرمت، په سرپل کې د امام زاده یحیی زیارت، په کابل کې د نورالاسلام جومات، د علامه سید جمال الدین افغاني او سید اسماعیل بلخي مقبرې او په غزني کې د هندوانو پیرتنات درمسال د ترمیم او مرمت پروژې په تدارکاتو کې دي او تر څنګ يې په بدخشان کې د غیاثي او پل خشتي جوماتونو، په بامیان کې د میر هاشم زیارت، په بلخ کې د جنګي کلا او د هرات جامع جومات د بیا رغونې دویم فاز ډیزاین چارې روانې دي.

محترم محمد جواد پيکار د ۱۳۹۹ کال د تاريخي ابداتو او جوماتونو د ترميم او مرمت پروژو په تړاو وويل چې د افغانستان اسلامي جمهوري رياست د عالي مقام په لارښوونه دا وزارت ژمن دی چې په کابل کې د علاوالدين خانقاه، د شهرا را څلی او د کوه‌شير غر ديوالونه، په بلخ کې د شيخ شهاب خانقاه، د حصارک خانقاه او افغانيه جومات، په هرات کې د بابا حسين ابدال ترک خانقاه او خواجه وحيدالدين خوافي خانقاه، په لغمان کې د اخندزاده مقبره او په هلمند کې د بست کلا ترميم او مرمت کړي.

ورپسې جلالتماب جمهور رئيس په خپلو خبرو کې د پل‌خشتي جومات خطيب او لمونځ‌کوونکو ته د مبارکۍ تر څنګ وويل چې نظافت د ايمان يوه برخه ده، خو متاسفانه دا اصل د کابل ښار په مقدسو ځايونو کې نه و مراعت شوی.

هغه خلکو ته په خطاب کې وويل: خوشبختانه نن تاسو د پل‌خشتي جومات د بيارغونې شاهد ياست چې په افغانستان کې يو تاریخي او ۳۰۰ کاله پخوانی جومات دی.

جلالتماب جمهور رئيس زياته کړه ؛ هيله لرم چې د جوماتونو او نورو ديني ځايونو د رغولو په برخه کې زمونږ ژمنې عملي شوي وي. هغه په ورته وخت کې د پل‌خشتي جومات په مرمت کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت هڅې وستايلې او دا يې خپل دين او فرهنګ ته د ياد وزارت ژمنتيا په ګوته کړه.

جلالتماب جمهور رئيس وويل: د لوی خدای څخه ډير شکرګزار يم چې د جوماتونو؛ په ځانګړي ډول د پل‌خشتي جومات د ترميم او بيارغونې وياړ يې راوباښه او تمه لرم چې د افغانستان د ټولو خلکو د باور، عزت او وياړ سبب وګرځي.

جلالتماب جمهور رئيس زياته کړه چې همدا اوس د هېواد په ټولو ولسواليو کې د ۳۷۷ جوماتونو د جوړولو چارې دوام لري او په هغو ولايتونو کې چې جامع جومات يې نه درلودل، ۲۶ جوماتونه ورته جوړ شوي دي.

تر دې وروسته د پل‌خشتي جامع جومات خطيب او د جمهوري رياست عالي مقام سلاکار مولوي عنايت الله بليغ په اسلام کې د جوماتونو د جوړولو پر ثواب او اجر خبرې وکړې او د پل‌خشتي جومات له مرمت او بيارغونې څخه يې ځانګړې مننه وکړه.

د دې مراسمو په پای کې جلالتماب جمهور رئيس د ماسخوتن لمونځ ادا او د پل‌خشتي جومات په اړه يې پر هغه پيغام لاسليک وکړ چې ټاکل شوې ملي ارشيف ته وسپارل شي. 

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال ۱ میاشت ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۳:۴۷
Background image

لوګر ولایت کې لسګونه جریبه نوره ځمکه هم سروې شوه

۱۴۴۶/۰۷/۱۷
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای، ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یو سف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې لوګر ولایت کې (189.198) جریبه ځمکه
. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۳:۳۷
Background image

ارزګان کې د اجباري راستنېدونکو اړمنو کورنیو لپاره د ښارګوټي تفصیلي پلان جوړ شو

 

۱۴۴۶/۰۷/۱۷
د کور او ښار جوړولو وزارت د عملیاتو چارو کمېټې محترم مشر حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د اجباري رساتنېدونکو اړمنو کورنیو لپاره د ښارګوټو د تفصیلي پلانونو جوړولو په لړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۲:۵۶
Background image

په فراه ولایت کې د ودانیزې پروژې چارې و څارل شوې

۱۴۴۶/۷/۱۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا د خصوصي زده کړو د موسسې د تلوونکې دروازې له ودانیزو چارو څارنه تر. . .

BACK TO NEWS