د پلټنې عالي ادارې، د کور او ښار جوړولو وزارت په پروژو کې د خپلو موندنو په تړاو معلومات شریک کړل

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۱۱:۵۵
picture

۱۴۴۴/۱۱/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت له محترم سرپرست شیخ حمدالله نعماني سره په ناسته کې د پلټنې عالي ادارې د پلټنې ټیم د دغه وزارت په پروژو کې د خپلو موندنو په تړاو معلومات وړاندې کړل.

د پلټنې عالي ادارې د ښاروالیو د پلټنې رئیس محترم مولوي محمد حسن موسی زي، د کور او ښار جوړولو وزارت له سرپرسرت شیخ حمدالله نعماني او نورو اړوندو مسؤلینو مننه وکړه، چې د پلتنو په بهیر کې یې د شفافیت په موخه بې درېغه همکاري وکړه او زیاته یې کړه، د پلتنې عالي اداره هر کال د وزارتونو او ادارو د کړنو او مالي برخو پلټنه کوي او بیا خپلې موندنې له ذیصلاح مسؤلینو سره شریک کوي.

نوموړي وویل، د کور او ښار جوړولو وزارت کې د پلټنې په موخه ورته (۱۷) پروژې ور په ګوته شوې وې، چې یادې پروژې په تېر حکومت کې پلې شوې وې او په وینا یې اړتیا وه چې په اړه یې پلټنه شوې وای، او وشوه.

په دغه ناسته کې یادونه وشوه، چې د پلټنې په موخه شته اسناد او مدارک بسنه نه کوي او اړتیا ده، چې د شفافیت په موخه لا زیاتې پلټنې وشي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست شیخ حمدالله نعماني وویل، اړتیا ده چې د یادو پروژو په تړاو د تېر حکومت شته اسناد او مدارک هم په دقیقه توګه وکتل شي، تر څو یې په اړه د پلټنو بهیر ګړندی او شفاف ترسره شي.

د ناستې په پایله کې پرېکړه وشوه، چې لاسته راغلې موندنې دې د کور او ښار جوړولو وزارت له اړوندو مسؤلینو سره شریکې شي، تر څو په اړه خپل نظریات په لیکې بڼه د پلټنو محترم عالي ادارې ته ورکړي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

 

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۶:۳
Background image

کابل کې د عزیزي کمپلیکس جوړولو پر څرنګوالي خبرې وشوې

۱۴۴۵/۱۰/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ ، کابل کې د عزیزي کمپلیکس جوړولو کمېټې ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې، د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۰:۲۴
Background image

لغمان ولایت کې د یو چک ډېم له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۵/۱۰/۲۶

لغمان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین تېلوي وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د نورو اړوندو ادارو د استازو په شتون کې د مصطفی خېلو د کلي د چک ډېم له. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۵:۱۷
Background image

لغمان کې د یو پوهنتون زده کونکو ته عملي زده کړې ورکړل شوې

۱۴۴۵/۱۰/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت او د لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، په مرکز او ولایتونو کې د کور او ښار جوړولو وزارت محصلینو ته د عملي زده کړو زمینه برابروي.

د. . .

BACK TO NEWS