د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې بشپړه شوه
۱۴۴۸/۲/۱۷
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي اېس ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم د پروان ولایت، بګرام ولسوالۍ اړوند د ورسیک په سیمه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې په بریالیتوب سره بشپړه کړه.
د ترسره شوې سروې له مخې، د یاد ښارګوټي ټولیزه مساحت ۱۲۱۷ جریبه ځمکه تثبیت او اړوند تخنیکي معلومات راټول شول، چې د راتلونکو پلان جوړونې پړاوونو لپاره به ترې ګټه واخیستل شي.
د یادې سروې موخه د کډوالو لپاره د معیاري ښارګوټي د جوړولو په موخه د تفصیلي پلان د ترتیب لپاره د دقیقو تخنیکي معلوماتو او جغرافیایي معلوماتو برابرول دي، ترڅو د ښاري پراختیا چارې د منل شویو تخنیکي معیارونو او اصولو له مخې پرمخ ولاړې شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جياېس ریاست د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښارګوټو، استوګنیزو سیمو او پراختیایي پروژو د سروې او تخنیکي مطالعاتو له لارې د منظمې ښاري پراختیا او د معیاري زیربناوو د رامنځته کولو لپاره خپلې هڅې په دوامداره توګه روانې ساتلې دي.
