د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ سیلاب ځپلو ته د کورونو د جوړولو لپاره د ځمکې پر انتقال خبرې وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۴:۴۶
parwan

۱۴۴۶/۳/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د محترم مرستیال الحاج مولوي محمد اساعیل فائز په مشرۍ په غونډه کې د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ  تیکمرقاشقال سیمې د سیلاب ځپلو لپاره د کورونو د جوړیدو په موخه د ځمکې پر انتقال خبرې وشوې.

د غونډې په پیل کې د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې محترم عالي ادارې، د کرنې، اوبو او مالدارۍ محترم وزارت، د عدلیې محترم وزارت او د کور او ښار جوړولو محترم وزارت استازو د سیلاب ځپلو لپاره د کورونو د جوړیدو په موخه د ځمکې پر انتقال هر اړخیز بحث وکړ او نظرونه یې شریک کړل.

ور پسې د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزوچارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال  الحاج مولوي محمد اسماعیل فائز د یادو وزارتونو او د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې عالي اداري استازو ته دنده و سپارله،  تر څو د یادې ساحې تخنیکي، مالي، حقوقي او ټولنیز اړخونه وڅیړي او خپل معلومات دې په رتلونکې غونډې کې شریک کړي تر څو په بله ناسته کې د ځمکې د انتقال په اړه لازم تصمیم ونیول شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

10 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۹:۴۰
Background image

په جوزجان ولایت کې د روغتتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۳/۲۳

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا عبدالله فیضان وایي، د دې ریاست د انجنیرۍ ټیم په ملتیا یې په قوش تپې ولسوالۍ کې روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۴:۴۶
Background image

د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ سیلاب ځپلو ته د کورونو د جوړولو لپاره د ځمکې پر انتقال خبرې وشوې

۱۴۴۶/۳/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د محترم مرستیال الحاج مولوي محمد اساعیل فائز په مشرۍ په غونډه کې د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۰:۴۷
Background image

په کابل کې د عزیزي کمپلکس په اړه چمتو شوی راپور له ریاسة الوزرا محترم عالي مقام سره شریک شو

۱۴۴۶/۳/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ ، کابل کې د عزیزي کمپلیکس جوړولو کمېټې خپله وروستۍ ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې، د کور او ښار. . .

BACK TO NEWS