د پروان د جامع جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه
ټاکل شوې یاد جومات په ۱۱۰۰ متر مربع ځمکه کې د تاریخي ابداتو د مرمت او ترمیم ملي ادارې له لوري د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ۵۳ میلیونه و ۹۰۰ زره افغانیو په لګښت د راتلونکي ۱۳۹۹ کال تر پایه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې مقدسه امکانو دیني، فرهنګي، ټولنیز او سیاسي اهمیت ته په کتو، جوماتونو جوړولو ته ځانګړې توجه لري او هر کال د هېواد په بېلابېلو برخو کې په لسګونه جوماتونه جوړوي.