د ټاپی پروژې د چارو د چټکتیا لپاره به ډېر ژر درې اړخیز تفاهملیک لاسلیک شي

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱ - ۱۲:۴۰
کابل

په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت د ښار جوړولو او ځمکو په وزارت کې ترسره شوه، د ټاپي پروژې د چارو د چټکتیا لپاره د ښار جوړولو او ځمکو وزارت، د کانونو او پټرولیم وزارت او د TPCL شرکت ترمنځ د درې اړخیز تفاهلیک په اړه خبرې وشوې.

دا غونډه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزي په مشرۍ او د یاد وزارت د ښاري چارو او ځمکوالۍ چارو  مرستیالانو، د کانونو او پټرولیم وزارت د ټاپي پروژې مشر او د TPCL شرکت د اجراییه رئیس ښاغلی محمد مایرت امانوف په ګډون جوړه شوه.

په دې غونډه کې، محترم محمود کرزی ټاپي یې د افغانستان حکومت یو له مهمو پروژو څخه وباله او زیاته یې کړه چې دا پروژه به د خلکو پر ټولنیز ژوند د هېواد پر اقتصادي ودې مستقیم اغیزه پریږدي.

محترم محمود کرزی، د دې پروژې د ښه تطبیق لپاره د اړینو فرصتونو برابرول یې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت او د کانونو او پټرولیم وزارت ګډ کار وباله او د یادې پروژې په تړاو د چارو د چټکتیا لپاره اړونده مسوولینو ته لارښوونه وکړه.

ورپسې، د ټاپی پروژې د تطبیق کوونکي شرکت اجراییوي رئیس ښاغلی محمد مایرت امانوف پر عملي کارونو او د چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د پروسې د ښه مدیریت او د موافقتنامو د محتوا د نهایي کولو لپاره باید د دریو لورو لخوا یو ګډ تخنیکي ټیم رامنځته شي.

نوموړي وویل چې د پروژې د ښه مدیریت او د چارو څخه د دوامداره نظارت او ارزونې په موخه باید د ښکیلو ادارو د لوړ پوړو استازو په ګډون د رهبرۍ کمیټه رامنځته شي او دا کمیټه په منظمه ټوګه د چارو د ښه ارزونې، د ستونزو د حل او د لازمو پرېکړو لپاره غوڼدې ترسره کړي.

په پام کې ده چې د درې اړخیز تفاهملیک د لاسلیک او د ټاپي پروژې د قانون سره سم، پر دوو موافقتنامو کار پیل چې له دې سره به د ټاپي پروژې په مسیر کې د ځمکو د استملاک او اجاره ورکولو چارې تنظیم او مدیریت شي.

###

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ اونی 6 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۳:۳۰
Background image

د غزني ولایت د ارزاقو عمومی مدیریت د امارتي تجارتي مارکیټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

 ۱۴۴۷/۰۴/۱۶

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم یي د ارزاقو عمومی مدیریت اړوند د امارتي تجارتي مارکیټ د کارونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۰:۴۵
Background image

په فراه کې د ۱.۵ کیلومتره سړک د جوړېدو چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۰۴/۱۶

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له خوا د ښار په نواحیو کې د ۱.۵ کیلومتره سړک د جوړېدو چارې وڅارل شوې.

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۰:۳۵
Background image

په خوست کې د ورزي کلینیک د ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۴/۱۶

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د عامې روغتیا ریاست اړوند د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د ورزي کلینیک له ودانیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

د خوست. . .

BACK TO NEWS