د هېواد په کچه نږدې شپږ سوه پلانونه ترتیب او د تطبیق لپاره وسپارل شول

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۳:۱۳
587 plan

۱۴۴۷/۴/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د هېواد په کچه (۵۸۷) ښاري پلانونه بشپړ او د تطبیق لپاره د اسلامي امارت د چارو ادارې عمومي ریاست د ښاروالیو چارو د انسجام محترم عمومي ریاست ته وسپارل شول.

دغه مهم اقدام، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د ا.ا.ا د چارو ادارې محترم عمومي مشر شیخ نورالحق انور او د ښاروالیو چارو د انسجام عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده ته د ځانګړې غونډې پر مهال ترسره کړ.

یاد پلانونه، چې د وزارت د متخصصینو له خوا په مسلکي او تخنیکي ډول ترتیب شوي، له مخې به یې منظمه ښاري وده او پراختیا رامنځته شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، دا ټول (۵۸۷) پلانونه چې د هېواد د ۳۴ ولایتونو لپاره جوړ شوي او د ښاري ودې، منظم انکشاف او د خلکو لپاره د ښاري خدمتونو د پراخېدو لپاره چمتو شوي، مقابل لوري ته تسلیم کړل.

په دغه پلانونو کې، (۵۷) یې عمومي پلانونه، (۱۳۸) یې ستراتېژيک پلانونه او (۳۹۲) یې تفصیلي پلانونه وو، چې عملا په ساحه کې د تطبیق لپاره چمتو او وسپارل شول.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وایي، دا چاره یې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله وتعالی د حکم د عملي کېدا او هېوادوالو ته د ابادۍ په چارو کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه ترسره کړه.

د کور او ښار جوړولو وزارت ژمن دی، چې په ټول هېواد کې منظمه ښاري وده او پراختیا رامنځته شي، د سړکونو، پارکونو، رڼا، اوبو رسولو، فاضله اوبو وېستلو او د ټرانسپورټ شبکې ته وده ورکړل شي، خلکو ته به د ښاري ژوند اسانتیاوې برابرې شي، ښارونه به د عصري معیارونو مطابق پراخ شي، د چاپېریال، ودانیو او عامه خدمتونو په برخو کې به اساسي بدلون راشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۴۰
Background image

د تمیم انصار صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت په بتخاک سیمه کې د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان لاسلیک او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت