د هلمند ولایت مهاجرینو ښارګوټي لپاره جوړ شوی تفصیلي پلان ویزه شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۴:۴۹
هلمند

۱۴۴۶/۱۱/۱۴

د کور اوښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې هلمند ولایت لپاره د مهاجرینو د ښارګوټي جوړ شوی پلان ویزه (تائید) کړ.

ښاغلی شیخ حمدالله نعماني ټینګار کوي، چې ټول پلانونه باید د نوي عصر سره سم جوړ شي او د ژوند ټول اړخونه په پام کې ونیول شي.

د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټی په واشېر ولسوالۍ شوراب سیمه کې موقعیت لري، چې په نږدې راتلونکي کې به یې ځمکې د یاد ولایت په مهاجرینو ووېشل شي.

یاد ښارګوټی په پنځه (5000) زره جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې د استوګنې (4260) نمرې به ولري.

په دغه نمرو کې بیا (1630) یې پنځه بسوه یي دي، (1594) یې لس بسوه یي دي او (1036) نورې یې پنځلس بسوه یي دي.

یاد ښارګوټي د تګ راتګ لارې، کانالیزاسیون، د څښاک اوبه، مساجد، مکاتب، مدرسې، ورکتون، لوبغالی، تفریحي ساحې، ریزرف ساحې، سوداګریز مارکېټونه او داسې نور اړین ځایونه لري.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۴:۲۵
Background image

د هرات په ښار کې د ستر جامع مسجد شریف له ترمیمي چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۳/۲۱

هرات ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د ستر جامع مسجد شریف له ترمیمي چارو څارنه وکړه.

ښاغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۶
Background image

په زابل ولایت کې د قلات ښاروالۍ د یوه باب مارکېټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۳/۲۱

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملاداد ګل مسلم وایي، د دې ریاست د تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د قلات ښاروالۍ اړوند د مارکېټ له ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه.

. . .
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د کابل په نوي ښار کې دروغتون د جوړولو په تړاو د همغږۍ ناسته وشوه

۱۴۴۷/۰۳/۲۰

د ریاست الوزرا د عالي مقام د حکم د تطبیق په موخه، چې د کابل په نوي ښار کې د سرطاني ناروغانو د روغتون د جوړولو د کمیټې د مشرتابه مسئولیت یې د کور او ښار جوړولو وزارت ته. . .

BACK TO NEWS