د هرات ولایت د تاریخي جامع مسجد د ترمیم له چارو څارنه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۰ - ۱۵:۴۶
انځور

۱۴۴۵/۵/۲۷

د هرات ولایت د تاریخي او ستر جامع مسجد د زیانمن شویو برخو د جوړېدو او ترمیم له چارو څخه د کور او ښار جوړولو وزارت د (له پخوانیو ښارونو د ساتنې) ریاست له خوا په دومداره توګه څارنه او ساتنه کیږي.

د یاد تاریخي او ستر جامع مسجد ځینې برخې د وروستیو زلزلو له امله زیانمنې شوې دي او اړینه ده چې د بارانونو له ورښت او د هوا له سړېدو مخکې یې د ترمیم چارې بشپړې شي.

دمګړۍ د انجنیرانو او مسلکي کسانو په مشوره د تخریب شویو برخو هنګاف کاري روانه ده او په دېوالونو کې را منځته شوي درزونه د پلاستيکي جالیو او سیمنټو د مصالې په واسطه جوړ شوي او د تخریب شوي دېوال د خښتو د پاک کارۍ چارې هم روانې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د پخوانیو ښارونو د ساتنې ریاست د امریت له خوا فني او مسلکي ټیم ته لازمې لارښونې شوي، تر څو د ترمیم چارې په ښه او اساسي شکل تر سره شي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۶
Background image

په کندهار ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۶

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست ، د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه د ښار د ۱۵مې ناحیې له بېلابېلو ودانیزو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د الحافظ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۲۷
Background image

په ایبک ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۴۴۷/۱۱/۲۶

د سمنګان ولایت د ایبک ښار په بېلابېلو پلان لرونکو ساحو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه دتخنیکي ټیم له لوري ساحوي څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال هغه ودانیزې پروژې چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۱:۳۰
Background image

په ننګرهار کې د څو ښارګوټو تخنیکي چارې بشپړې او د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر چټک شوی

۱۴۴۷/۱۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له لوري استول شوو تخنیکي ټیمونو د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په همغږۍ او همکارۍ، د یو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت