د هرات ولايت اوبه ولسوالۍ د مرکزي ښوونځي ودانۍ رغول کيږي
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د هرات ولايت د اوبه ولسوالۍ ښځينه ښوونځي ودانۍ د جوړولو چارې پيل کړې.
دا ښوونځی چې په ۶۷۲ متر مربع ځمکه کې جوړيږي، اته درسي خونې، د څښلو اوبو يوه ژوره څاه او نورې اړينې خونې هم لري.
د دې ښوونځي په جوړېدو ۲۰ ميلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له انکشافي بوديجې څخه ورکول کيږي.
د ښځينهو لپاره د دې ښوونځي په جوړېدو سره به د يادې ولسوالۍ خلکو ته د زدهکړو ارامه او مناسب چاپېريال برابر شي او نورې کورنۍ به هم خپل ماشومان د زدهکړو په موخه ښوونځي ته واستوي.