د هرات جامع جومات د بیا رغونې له چارو څارنه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۰:۱۷
هرات ولایت

۱۴۴۷/۰۵/۱۲

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د تاریخي ابداتو د ساتنې آمریت، د اطلاعات او فرهنګ ریاست د حکم پر اساس، د هرات د جامع جومات او شاوخوا تاریخي ودانیو د بیارغونې چارې له نږدې وڅارلې.

انجنیر اکبري زیاته کړه، پلې لارو د تیږو ایښودنې کارونو جریان در لود، او د قراردادي شرکت مسؤل ته سپارښتنه وشوه چې، د موادو د مارک مراعات، د ژورنال کتابچه ساتل، د پیمانې (منک) شتون، او د ساحې د خوندیتوب مقرراتو رعایت حتمي دي.

د نوموړي په خبره، د جامع جومات د شمالي ایوان د چت مرمتي کارونه چې شاوخوا ۱۵ متره لوړوالی لري، هم روان دي. همدارنګه د جومات د جنوب لوېدیځ اړخ د خښتو او ګچ کارونه بشپړ شوي، او تر اوسه ۱۷ چتونه هنگاف‌کاري شوي دي.

انجنیر اکبري وویل چې د منار یادګار د تهداب د بیارغونې چارې د سنتي خښتو په کارولو سره پیل شوې دي. د دغه منار د تهداب ډبرینې برخې یو شمېر ځایونه مخکې تخریب شوي وو.

د کور او ښار جوړولو ریاست د مسؤلینو په وینا، د هرات د تاریخي جوماتونو او آبداتو د مرمت او ساتنې چارې د فرهنګي میراث د خوندي ساتلو په هدف په دوامداره ډول تعقیبېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۴۰
Background image

د تمیم انصار صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت په بتخاک سیمه کې د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان لاسلیک او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت