د نیله باغ پروژې د پرمختګونو په تړاو خبرې وشوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۰:۱۷
د نیله باغ پروژه

۱۴۴۷/۰۴/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج نجیب الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نیله باغ پروژې د چینایي مسؤل ښاغلي لي لونګ سره وکتل.

په پیل کې ښاغلي لي لونګ د افغان لوري له هڅو مننه وکړه، نوموړي د نیله باغ پروژې د روانو چارو، پرمختګونو او شته وضعیت په تړاو معلومات وړاندې کړل، ښاغلي لي د اوبو د چاڼ خونې د ډیزاین د بشپړولو او تائیدلو غوښتنه وکړه، ترڅو د تطبیق لپاره چمتو شي.

محترم وزیر الحاج نجیب الله حیات حقاني له چینایي لوري مننه وکړه چې د افغانستان د بیا رغونې ترڅنګ یې د خلکو د سرپناه برابرولو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي دي، نوموړي زیاته کړه چې په راتلونکو پروژو کې دې اسلامي ارزښتونه، د افغانانو کلتور، دودونه او ملي ځانګړتیاوې په پام کې ونیول شي، څو جوړېدونکې ودانۍ د افغاني ارزښتونو او فرهنګ سره سمې وي.

همداراز ښاغلي وزیر اړوندو ادارو ته هدایت وکړ ترڅو د اوبو د چاڼ خونې ډیزاین بشپړ کړي او د تطبیق لپاره یې مقابل لوري ته وسپاري.

د نیله باغ پروژه د هغو مهمو پروژو له ډلې ده چې د افغانستان د کور جوړولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ او اسانتیاوې رامنځته کوي، د دې پروژې بشپړېدل به د کورونو د نشتون ستونزو په کمولو کې د پام وړ رول ولوبوي او ګڼ شمېر کورنیو ته به د استوګنې زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

په هرات کې د تاریخي ابداتو د زیانونو پېژندنه او د رغنیزو پروژو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د تاریخي ابداتو د ساتنې ریاست د محترم رئیس په وینا، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د هرات ولایت په یو شمېر سیمو کې د تاریخي آبداتو د زیانونو پېژندنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۲۰
Background image

کابل ښار کې له یو شمېر ودانیزو پروژو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۶/۲۶

د منظمې ښاري ودې او پراختیا او د غیر پلاني انکشاف څخه د مخنیوي په موخه په دې وروستیو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله شلمه ګڼه فرمان صادر شو، چې له مخې یې د کور او ښار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۳:۵۴
Background image

د مسکن مرستیال د کابل د پیروزي ښارګوټي د استوګنیزې پروژې څخه لیدنه وکړه

۱۴۴۷/۶/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال  الحاج مولوي ګل زرین صابر د کور او ښآر جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت