د مسکن مرستیال د کابل د پیروزي ښارګوټي د استوګنیزې پروژې څخه لیدنه وکړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۳:۵۴
معین مسکن

۱۴۴۷/۶/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال  الحاج مولوي ګل زرین صابر د کور او ښآر جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، په لارښوونه، د کابل ولایت په ده‌سبز ولسوالۍ کې د پیروزي ښارګوټي د پروژې د کار د پرمختګ له بهیر څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې ، د املاکو او اسکان د انسجام ریاست وارسي کوونکی، د دفتر آمر، او یو شمېر انجنیرانو د مسکن د محترم مرستیال ملتیا کوله، چې په ترڅ کې یې د یاد ښارګوټي د استوګنیزو پروژو د تطبیق بهیر تر هر اړخیزې څېړنې لاندې ونیول شو.

د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال د دې لیدنې پر مهال له نږدې د بنسټیزو تاسیساتو د پرمختګ، شنو ساحو، کوڅو، د انګړ لرونکو استوګنیزو نمرو، د برېښنا سیستم او د ښارګوټي د نورو برخو ارزونه وکړه او د بیخ بنا د لا ښه کیفیت په موخه یې اړینې لارښوونې وکړې.

محترم صابر همدارنګه له اړوندو مسؤلینو وغوښتل چې شته ستونزې حل کړي، تر څو دا پروژه د ټاکل شوو معیارونو له مخې بشپړه او د هېواد د خدمت لپاره چمتو شي.

په دې ښارګوټي کې سړکونه، شنې ساحې، لوړې ودانۍ، د انګړ لرونکي استوګنیز نمرې او د استوګنې بلاکونه، دیني او مذهبي ځایونه، او همدارنګه د صنعتي، خدماتي، تعلیمي او تحصیلي ساحو په پام کې نیولو سره، په څو پړاوونو کې طرحه او پلان شوي دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي چې استوګنیزې پروژې او ښارګوټي د معیاري، باکیفیته او د هېوادوالو لپاره د مناسب ژوند د برابرولو په موخه د استفادې لپاره چمتو کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۲
Background image

راستنو شويو مهاجرو کورنیو ته د استوګتنیزو نمرو د وېش کچه نږدې اته څلوېښت زره ته پورته شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له هدایت او لارښوونې سره سم، په یوویشت ولایتونو کې پر راستنېدونکو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۲۴
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د عامه شنو ساحو له وضعیت څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د خپلو دوامداره څارنیزو پروګرامونو په لړ کې د کابل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۱۳
Background image

د غزني ولایت په رشیدانو ولسوالۍ کې د ولسوالۍ ودانۍ له پروژې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د رشیدانو ولسوالۍ د ودانۍ له روانو ساختماني چارو څخه ساحوي څارنه او ارزونه ترسره شوه.

د تخنیکي ارزونې پر مهال په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت