د نیله باغ پروژې د عملي چارو پر پیل خبرې وشوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۴ - ۱۲:۴۷
picture

۱۴۴۵/۹/۲۱
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د چین هېواد د دولتي تصدۍ او کابل کې د چینایي پروژې له مسؤل سره وکتل.
په دغه لیدنه کې د نیله باغ پروژې چې چارې یې د چین هېواد په بلاعوضه مالي لګښت تر سره کیږي، په اړه خبرې وشوې.
د چین هېواد د تصدۍ او په کابل کې د نیله باغ پروژې مسؤل وویل، چمتو دي چې د پروژې رغنیزې چارې پیل کړي او تمه لري چې په شاوخوا درې کالونو کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپاري.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست شیخ حمدالله نعماني، چینايي لوري ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د پروژې چارې به د تړون سره سمې پر مخ ځي او د رامنځته کېدونکو ستونزو د حل لپاره به ګډې هڅې روانې ساتي.
د نیله باغ هستوګنیزه پروژه چې چارې د تېرو څو کالونو راهیسې ځنډېدلې وې، اوسمهال د ستونزو حل کېدو سره سم زمینه برابره شوې چې عملي چارې یې بېرته پیل شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۵:۴۳
Background image

د ښاري نقشو د ویزه کولو کمېسیون خپله نهه دیرشمه ناسته وکړه

۱۴۴۵/۱۱/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د پخوانیو ښارونو د ساتنې ریاست محترم رئیس محمود جان دوست په مشرۍ د ښاري نقشو د ویزه کولو کمېسیون، ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې، د هغه یو شمېر تېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۲:۹
Background image

په نیمروز ولایت کې د موټرو د یو تمځای له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۵/۱۱/۴

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم په ملتیا یې د ګمرک د موټرو د تمځای د ودانیزې پروژې له چارو څارنه وکړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د اوبو له چیک ډیمونو د ودانیزو پروژو څارنه وشوه

۱۴۴۵/۱۱/۳

په ننګرهار ولایت کې د اوبو، کرنې او ماالدارۍ ریاست اړوند په ۲۱ ولسوالیو کې د اوبو د چیک ډیمونو پروژې په نظر کې نیول شوي، چې د ۱۶ چیک ډیمونو پروژې منظورې شوې او عملاً یې د. . .

BACK TO NEWS