د نوي کابل ښار په محدوده کې د کابل–بګرام عمومي سړک د لومړي پړاو چارې په چټکۍ سره روانې دي

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۵۶
کابل بګرام سړک

۴۴۷/۹/۱۶

د کابل–بګرام عمومي سړک د لومړۍ برخې عملي چارې د نوي کابل ښار په لومړي فاز کې، چې په دې وروستیو کې د کور او ښار جوړولو وزیر محترم الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په هڅو او د ا.ا.ا د لوړپوړو چارواکو په حضور کې پرانیستل شو، په چټکۍ سره روانې او د پرمختګ په حال کې دي.

دغه سړک چې ۶.۲ کیلومتره اوږدوالی او ۵۰ متره سور لري، د ۴۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي، چې دا یوازې یو مواصلاتي لاره نه ده، بلکې کابل له پروان ولایت او د هېواد له نورو شمالي ولایتونو سره نښلوي، چې یاد سړک د ملي ترانزیت مهمه برخه جوړوي او د توکو په لېږد او د فابریکو په فعالیتونو کې بنسټیز رول لري.

د دې سړک د کار له پیل سره د نوي کابل ښار پروژې «نوی ژوند» موندلی دی، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د ویاند محمد کمال افغان په وینا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د هېواد اقتصادي سکتور پیاوړی شي او کاري فرصتونه به رامنځته شي.

د قراردادي شرکت «اریوب سپین غر» مسئولین وایي چې دا مهال د خنډونو لرې کول، د خاورې ایستل او کندن‌کارۍ چارې د تخنیکي معیارونو او ټاکل شوي مهالویش له مخې روانې دي.

د یاد شرکت د پروژې امر انجنیر جاوید علي یار زیاته کړه چې دوی هڅه کوي پروژه د قرارداد له مخې په ټاکلي وخت کې بشپړه او د ګټې اخیستنې لپاره چمتو کړي.

انجنیر علي یار د سړک د کار د کیفیت په اړه ډاډ څرګند کړ او ویې ویل چې پروژه به د ټاکل شوو معیارونو له مخې په معیاري ډول بشپړه شي او هره ورځ د کور او ښار جوړولو وزارت د انجنیرانو له خوا څارل او ارزول کېږي.

په همدې حال کې، د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار د انکشاف ریاست د مراقبت برخې انجنیر ذبیح الله شریفي وایي چې قراردادي شرکت د قرارداد د مادو او شرطنامې سره سم د سړک کار په معیاري ډول پیل کړی او چارې یې په چټکۍ روانې دي.

د نوي کابل ښار په محدوده کې د کابل–بګرام سړک د لومړي پړاو پیل، د ښاري بنسټیزو پروژو د پراختیا، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې یو عملي ګام بلل کېږي، چې تمه ده د کابل د دې برخې بڼه بدله کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۲۷
Background image

په کونړ ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۰۸

د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د خاص کونړ ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي له روانو ساختماني چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال وکتل شول چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۹:۴۱
Background image

په هرات کې د شینډنډ ښاروالۍ د کانال له کارونو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۰۸

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د شینډنډ ولسوالۍ د ښاروالۍ ودانۍ اړوند د دوه ‌طرفه کانال د جوړولو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د معلوماتو له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۳:۴۴
Background image

د فراه ښار د شپږمې او اوومې ناحې اړوند له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۰۷

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ۶ مې او ۷ مې ناحیو د هغو ساحو له روانو ساختماني فعالیتونو څخه څارنه وکړه چې کارونه پکې  روان ول.

په څارنه کې وکتل. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت