د نوي کابل ښار لومړي فاز الف پارسل انکشافي پلان جوړ شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۰ - ۱۳:۳۶
الف پارسل

۱۴۴۶/۰۸/ ۰۹

نوی کابل ښار چې د اوسني کابل ښار بدیل او په شاوخوا درې سوه او اویا زره (370000) جریبه ځمکه کې جوړېږي، چارې یې ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دي.

دهېواد په کچه دغه ستره ملي پروژه چې، د سیمې په کچه او په ښاري معیارونو برابره جوړېږي، په کې د پانګونې لپاره شرایط برابر دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني د نوي کابل ښار لومړي فاز الف پارسل پراختیایي پلان ویزه کړ.

تمه ده چې، د دغه پلان تر ویزه کېدو وروسته به په نږدې راتلونکي کې د دغه ښار د لومړي فاز الف پارسل چارې لا پراخه او ګړندۍ شي.

یاد پارسل ته پراختیا ورکوونکي شرکت ویلي، د پلان تر ویزه کېدو وروسته به خپلې چارې په معیار برابرې چتکې کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې کوي چې، په اوسني کابل ښار کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او هېوادوالو ته د معیاري ښاري خدماتو وړاندې کولو په موخه د نوي کابل ښار چارې چټکې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۵۷
Background image

د ۱۴۰۵ مالي کال په بودیجه کې د نويو پروژو د شاملولو په اړه خبرې وشوې

۱۴۴۷/۶/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروتي په مشرۍ ناسته وشوه چې په کې د دغه وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شيخ مدارعلي کريمي بامياني، او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۵۳
Background image

په غزني کې د اداري ودانۍ د سیخ ‌بندۍ او سقف د چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم لخوا د شپږمې ناحیې د اداري ودانۍ د سیخ‌ بندۍ او سقف د چارو څارنه ترسره شوه.

ښاغلي رئیس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د بلخ ولایت د مهاجرینو ښارګوټي له چارو تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم په بلخ ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي د خط ‌اچونې او سړک جوړونې له چارو څارنه وکړه.

نوموړي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت