د نوي کابل ښار د پلان په اړه د تمکین شرکت له رئیس سره معلوماتي ناسته ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۳:۴۰
شهرسازی و مسکن

۱۴۴۷/۰۱/۰۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار د ملي ستراتیژیک پلان د توضیح او تشریح په موخه د متحده عربي اماراتو د تمکین نړیوال شرکت له رئیس ښاغلي صالح الدریبي سره معلوماتي ناسته وکړه.

په دې ناسته کې، د وزارت متخصصینو د نوي کابل ښار د پراختیا، جوړښت، او پړاویزو پلانونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل، د یاد ښار لومړنۍ او وروستۍ طرحې، د تطبیق مراحل او فازونو ترتیب د شرکت رئیس ته روښانه کړل شول، تر څو د پانګونې هوکړې لپاره یو دقیق تخنیکي تصور برابر شي.

د نوي کابل ښار نقشه، چې د هېواد له ستر ښاري پلانونو څخه شمېرل کېږي، د وزارت د تخنیکي ټیم لخوا فاز په فاز تشریح شوه، د فازونو له مخې، دا ښار به په تدریجي ډول پراخېږي، چې هر فاز ځانګړی انکشاف، زیربنايي جوړښتونه، او خدماتي ساحې لري.

همداراز، د نقشې له مخې، هغه ولسوالۍ چې د کابل ښار د نوي پراختیا په پلان کې شاملې دي شرکت ته معرفي شوې، سربېره پر دې، د پروژې د جغرافیایي پراخوالي د روښانتیا په موخه، هغه ساحې هم مشخصې شوې چې د پروان ولایت د ځینو برخو پورې اړه لري او د نوي کابل د جوړېدو له عمومي چوکاټ سره نښلول شوې دي.

د تمکین شرکت رئیس له وزارت څخه مننه وکړه او د پلان وضاحتونه یې د پانګونې په برخه کې مهم او با ارزښته وبلل، نوموړي د خپل شرکت د تخنیکي ټیم له لوري د طرحو ارزونه تایید کړه او وې ویل چې د نوي کابل ښار د پراختیا لپاره چمتو دي، تخنیکي همکاریو ته دوام ورکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ژمنه وکړه چې د نړیوالو معیارونو پر بنسټ به د هرې پانګوالې هڅې هرکلی کوي او تمه لري چې د تمکین په څېر معتبرو شرکتونو حضور به د نوي کابل ښار په تطبیق کې د سرعت، کیفیت او دوامدار پرمختګ سبب وګرځي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۳:۴۰
Background image

د نوي کابل ښار د پلان په اړه د تمکین شرکت له رئیس سره معلوماتي ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۱/۰۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار د ملي ستراتیژیک پلان د توضیح او تشریح په موخه د متحده عربي اماراتو د تمکین نړیوال شرکت له رئیس ښاغلي صالح الدریبي سره معلوماتي ناسته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۱:۴۱
Background image

د لغمان ولایت مرکز کې د دارالمعلمین سړک له رغنیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۰۳

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تیلوي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د یوه ګډ هیئت په ملتیا، د مرکز اړوند د دارالمعلمین سړک له رغنیزو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۱:۱۲
Background image

د رئیسانو پرهمکارۍ او همغږۍ ټینګار وشو

۱۴۴۷/۱/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو اوبرنامو د پراختیا معینیت د محترم سرپرست عبدالحمید آرین په مشرۍ، د همغږۍ او پېژندنې غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د یاد. . .

BACK TO NEWS