د نوي افغان پطرولیم د تیلو د ستونزو حل په موخه دویمه ناسته وشوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۹ - ۱۵:۵۸
wazer

1444/1/12

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د ریاست الوزرا د عالي مقام د ریاست دفتر استازو، د چارو ادارې، د مالیې وزارت، سوداګرۍ او صنعت وزارت او د ګاز او نفت دولتي شرکت د استازو سره د نوي افغان پطرولیم د تیلو شرکت د ستونزو د حل په موخه دویمه ناسته او مشورې وکړې.

یاده ناسته د ا.ا.ا د ریاست الوزرا د1444/01/12  د432   ګڼې لارښونې په اساس د نوي افغان پطرولیم شرکت د تیلو د ارزولو په موخه په ښار جوړولو او ځمکو وزارت کې تر سره شوه چې په کې د یاد شرکت قرارداد او اسناد و اروزل شول.

په دغه ناسته کې اړوندو ادارو د یاد شرکت د قرارداد په تړاو د څېړل شوو اسنادو پایلې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني سره شریکې کړې.

 د ناستې ګډونوالو د اسنادو د هر اړخیزې څیړڼې او پایلې وروسته خپل نظر د ریاست الوزرا محترم عالي مقام ته وړاندې کړ، تر څو یې په اړه وروستۍ پریکړه وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۱:۱۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۰۵/۲۰

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د بندر د جومات د اعمار له بهیر څخه ساحوي څارنه ترسره کړه.

ښاغلي مولوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۱:۰
Background image

د غزني ښار د خواجه علي صاحب د سړک د پروژې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۰۵/۲۰

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د غزني ښار په مرکز کې د خواجه علی صاحب د سړک د پروژې له چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۱۰
Background image

د کابل ښار د نیله باغ استوګنیزې پروژې چارې ۵۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۷/۰۵/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نیله باغ استوګنیزه پروژه د یاد وزارت له مهمو او سترو و پروژو څخه ده، چې د چین هېواد د بې‌عوَضه مرستو په مټ رغول کېږي.

د یادې پروژې مسؤلین. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی ۱ ورځ ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت