د میمنې ښاروالۍ د الحاقیې ودانۍ د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۷
میمنه

۱۴۴۷/۱۲/۰۴

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د میمنې ښاروالۍ د الحاقیې ودانۍ د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د څارنې پر مهال د پروژې د ودانیزو چارو بېلابېلې برخې وارزول شوې، چې له مخې یې د ودانۍ د باندنۍ پلسترکارۍ چارې او د کړکیو د چوکاټونو یوه برخه د نقشې او ټاکل شوو کاري حجمونو مطابق بشپړه شوې ده.

د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې تر شپېتو سلنې زیاتې ودانیزې چارې بشپړې شوې او پاتې کارونه هم په چټکۍ سره روان دي.

همدارنګه مسؤلینو قراردادي شرکت ته لازمې تخنیکي سپارښتنې وکړې، څو د پروژې په هر پړاو کې نظارتي انجنیران له روانو چارو خبر وساتي او ټولې چارې د منظور شوې نقشې او انجنیري معیارونو مطابق ترسره شي.

د یادونې وړ ده، چې د دغو تخنیکي څارنو موخه د پروژو د کیفیت تضمین، د معیاري ودانیزو چارو پلي کول او د عامه تاسیساتو د ودانیزو پروژو دقیق تطبیق بلل کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د جوزجان ولایت د غالیو اوبدونکو مارکېټ د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۸

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د جوزجان ښاروالۍ اړوند د غالیو اوبدونکو مارکېټ د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۹:۹
Background image

د لوګر ولایت د کډوالو ښارګوټي کې د څښاک اوبو د څاه‌ګانو د کېندنې له چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۸

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري او نظارت ټیم د کډوالو او بېرته راستنېدونکو لپاره په وېشل شوي ښارګوټي کې د څښاک اوبو د څاه ‌ګانو د کېندنې له روانو چارو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۵:۵۱
Background image

د دایکندي ولایت د القان ولسوالۍ د سوداګریز بازار د پراختیا پلان طرحه او ترتیب شو

۱۴۴۸/۲/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د لارښوونې او د ښاري پراختیايي اړتیاوو د ارزونې پر بنسټ، د دایکندي ولایت د القان ولسوالۍ د سوداګریز. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت