د لوګر ولایت د کډوالو ښارګوټي کې د څښاک اوبو د څاه‌ګانو د کېندنې له چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۹:۹
لوګر

۱۴۴۸/۲/۱۸

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري او نظارت ټیم د کډوالو او بېرته راستنېدونکو لپاره په وېشل شوي ښارګوټي کې د څښاک اوبو د څاه ‌ګانو د کېندنې له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د لومړۍ څاه د کېندنې چارې بشپړې شوې دي او دا مهال یې د ساتندویه سیوري د جوړولو کار روان دی. د دویمې څاه د کېندنې چارې هم بشپړې شوې او د اوبو لېږد پایپونه پکې نصب شوي دي. همدارنګه، د درېیمې څاه د کېندنې چارې لا هم په منظم ډول دوام لري.

د یادې پروژې شاوخوا ۶۰ سلنه رغنیزې چارې بشپړې شوې دي.

د څارنې پر مهال قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې د پروژې ټولې چارې د منظور شوو تخنیکي نقشو، د قرارداد شرایطو او نافذه انجینري معیارونو سره سم ترسره کړي، ترڅو پروژه په ټاکلي وخت او مطلوب کیفیت بشپړه او د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت