د میدان وردګ پوهنتون ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۶/۹/۲۰
د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د میدان وردګ پوهنتون له ودانیزو چارو څارنه تر سره کړه.
ښاغلي مولوي سیف العمر وویل، د احاطوي دیوال د سینګکارۍ، د پوهنتون په سړک د پلچک چارې، د دیوال د سر د کانکریټ اچول او د ګلدانونو لپاره کندنکاري روانه وه.
د نوموړي په خبره، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه و شوه، تر څو ټولې چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره کړي.