د میدان وردګ پوهنتون د تدریسي او لیلیې ودانیو د ودانیزو چارې و څارل شوې
۱۴۴۸/۶/۴
د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ پوهنتون د تدریسي او لیلیې ودانیو د ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د تدریسي ودانۍ پر بام د کانکرېټي طبقې او چپس اچونې چارې روانې دي.
همدارنګه، د ودانۍ په بهر کې د تشنابونو د سلب د طاقونو خښتې اېښودل او پلسترکاري، او د ودانۍ د کانکرېټي برخو د ساتنې چارې هم دوام لري.
همدارنګه، د پوهنتون د لیلیې په ودانۍ کې د بي بلاک په څلورم پوړ کې د سلب قالب تړلو، د بي او سي بلاکونو په برخو کې د خښتو اېښودلو او رینګ بیم چارې روانې دي او د کانکرېټي برخو د ساتنې چارې هم په دوامداره توګه ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د دې تخنیکي څارنې موخه د ساختماني چارو د کیفیت، تخنیکي معیارونو او د کار د بهیر ارزونه ده.
