د میدان وردګ ولایت کې ښاري پراختیا رامنځته کېږي

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۹:۲۷
picture

۱۴۴۵/۱۰/۱۷

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وايي، په دغه ولایت کې د نفوسو کچه کې زیاتوالی راغلی، شته ښاري وضعیت بسنه نه کوي او اړتیا ده چې خلکو ته ښاري اسانتیاوې رامنځته شي.

ښاغلی مولوي سیف العمر وایي، په همدې موخه یې د شته ښاري وضعیت ارزولو او ورته د پلان جوړولو په پار د ښار له ځینو برخو لیدنه وکړه.

هغه وایي، په دغه لیدنه کې ورسره د میدان وردګ ولایت د محترمې ښاروالۍ استازو او د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم ملتیا کوله.

سیف العمر زیاته کړه، په ښار کې یې د ګڼو نورو سیمو ترڅنګ د تخت کوتل او جوقول له ساحو لیدنه وکړه.

د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه د ټولو ښارونو اړتیاوې، اسانتیاوې او ځانګړتیاوې ارزوي او له مخې یې د اړتیا سره سم ښاري وده او پراختیا رامنځته کوي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۴:۴۳
Background image

زابل کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۱/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ۍاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د رئیس الحاج ملا داد ګل مسلم د هدایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۳:۴۶
Background image

کندهار کې د سړکونو غاړې او پلي لارو څخه غیر قانوني چارې لیرې کړل شوې

۱۴۴۷/۰۱/۱۸

کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین وایي، د کندهار ولایت د ښار په بېلابېلو سیمو کې د سړکونو په غاړه او پلي لارو کې د غیر قانوني چارو مخنیوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د خوست ښار کې د ښاري پلاني تخلفاتو پر وړاندې څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، په خوست کې د کور او ښار جوړولو ریاست انجينري ټيم د ښاري پلاني تخلفاتو د. . .

BACK TO NEWS