د معیاري انجنيرۍ پلانونو د چمتووالي لپاره یو بل مهم ګام؛ په کابل کې د ۴۷ جریبه ځمکې سروې بشپړه شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۰:۷
کابل ښار کې د معیاري

۱۴۴۷/۹/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت، د سروې او جي ای ایس محترم ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، د کابل ولایت په اوومه ناحیه، د پُل حسن خان اړوند د ملي بس په ساحه کې د (۴۷.۲۷۱۲) جریبه ځمکې د سروې او تخنیکي ارزونې چارې ترسره شوې.

یاده ساحه چې د ښار په مهم او ستراتیژیک موقعیت کې پرته ده، د دقیقو جغرافیایي معلوماتو د راټولولو، تثبیت او ثبت په موخه تر هر اړخیزې سروې لاندې نیول شوې ده.

په دې بهیر کې د عصري تخنیکي وسایلو اوجي ای ایس سیسټم له لارې د ځمکې حدود، توپوګرافي، موجوده وضعیت او اړوند تخنیکي معلومات تثبیت او مستند کېږي.

د دې سروې اساسي موخه، د معیاري انجنيرۍ او مهندسۍ پلانونو ترتیب، د راتلونکو پراختیايي پروژو لپاره د بنسټیزو معلوماتو برابرول، او د ښاري پراختیا بهیر منظمول بلل کېږي.

ټینګار پر دې دی، چې د دقیقو سروې ګانو ترسره کول د هرې پروژې د بریالیتوب اساسي شرط دی، ځکه له همدې لارې د ساختماني طرحو عملي کېدل په تخنیکي او قانوني چوکاټ کې تضمینېږي.

یاد اقدام د کابل ښار د منظمې ودې، ښاري نظم د پیاوړتیا او د راتلونکو پرمختیايي پروګرامونو د تطبیق په برخه کې یو مهم او اغېزمن ګام ګڼل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۷
Background image

د کابل ښار اوولسمه ناحیه کې یو ځل بیا د ښاري سرغړونو مخنیوی وشو

۱۴۴۷/۹/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیم له لوري، د کابل ښار د اوولسمې ناحیې اړوند د سرای شمالي له سړک څخه تر خیرخانې کوتل پورې د عامه سړک او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۰:۵۸
Background image

د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې د یوې ودانیزې پروژې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۹/۹

لغمان ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند فني او مسلکي ټیم له لوري، د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ د ښاروالۍ اړوند د سُرخکانو د تعمیر پروژې تخنیکي ارزونه ترسره شوه.

ی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۰:۳۵
Background image

په اړوندو برخو کې لا زیاته همکاري د یوې ادارې د پرمختګ لامل ګرځي چې باید پر وخت ترسره شي

۱۴۴۷/۹/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال مولوي محمد رباني ناصح په مشرۍ غونډه وشوه، چې په کې د ۱۴۰۳ مالي کال په تړاو د فرامینو او احکامو پر تطبیق د څار محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت