د مسکن چارو معينيت

د ودانیزو چارو، مسکن او د زونونو پراختیا معینیت

د ودانیزو چارو، مسکن او د زونونو پراختیا معینیت تر چتر لاندې څو ریاستونه د لاندې دندو په درلودو سره چارې پر مخ وړي:

د مسکن عمومي ریاست

  1. د خپلو ماتحت برخو د مالي، تخنیکي او حقوقي چارو وړاندوینې چې په هېواد کې د مسکن جوړولو او د ساختمان صنعت ودې ته جواب ویونکي وي.
  2. د مسکن برخه کې د تېرو سختو او ځان غوښتونکو سیاستونو لرې کول او د مسکن د زیاتې تقاضا پر محور د مسکن برنامو برابرول.
  3. د مسکن برخه کې د کم عاید لرونکو کسانو لپاره د انډولیز سیاست رامنځته کول، ځکه چې د مسکن برخه کې د نا انډوله سیاست له کبله هېوادوال مسکن ته له لاسرسي محروم شوي دي.
  4. په لنډ مهاله توګه د دولت، خصوصي سکتور او خلکو په ونډې اخیستو د مسکن جوړولو برنامو رامنځته کول.
  5. د مسکوني ساختمانونو د برنامو جوړولو، طراحۍ، تطبیق او څار برخه کې د ونډې اخیستلو په موخه د خصوصي سکتور ملاتړ او هڅونه.
  6. باکیفیته، سالم، خوندي او اوږدمهاله ساختمان ته د زمینې برابرولو برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د مسکن چارو له طراحۍ او تطبیق څارنه او دغه راز د مستحقینو په تثبیت او د اپارتمانونو په عادلانه وېش برخه کې د افغانستان اسلامي امارت او د وزارت د صلاحیت لرونکي مقام په تائید د مقررو او طرزالعملونو سره سم د کاري چلند غوره کول.
  7. د تقاضا لرونکو هېوادوالو د وسې مطابق مسکن جوړولو په موخه د ځمکې قېمت راکمولو برخه کې د تدابیرو نیول.
  8. د کم عاید لرونکو خلکو لپاره د له وخت مخکې خرڅولو لایحه جوړلو او د مسکوني ساختمانونو په ځانګړې توګه عامه مسکن اجازه ورکول.
  9. د ښاري سکتور کار کوونکو په وسیله له مجتمع ګانو څارنه او ښاري خدماتو ته د خلکو لاسرسی چې د غیر پلاني ساختمانونو مخنیوی وکړي او ښاري تخلفاتو ته رسېدنه وشي.
  10. د ښاروالیانو د قوانینو او د کور او ښار جوړولو قانون سره سم د پلازمېنې کابل او ولایتونو له ښاروالیانو سره د همغږۍ او همکارۍ رامنځته کول.
  11. د مسکن چارو د لاسته راوړنو د کیفیت او کمیت لوړولو په موخه د اړتیا وړ کنفرانسونو، سمینارونو، او ورکشاپونو جوړول.
  12. د ښاري فاضله اوبو وېستلو او پاکو اوبو رسولو اړوند برخو کې د چارو تنظیم.
  13. د دولتي اساسي ودانیو جوړولو او د خصوصي سکتور د ښار جوړولو فعالیتونو برخه کې د پالسیو، پلانونو او ستراتېژیو له تطبیق څارنه.
  14. د کور او ښار جوړولو قانون د دولسمې مادې د لومړۍ فقرې مطابق او د علمي او اکاډمیکو بنسټونو په تائید د مهندسۍ او انجنیرۍ د جوازلیکونو د صادرولو د ادارې جوړول.
  15. د ښار جوړولو او مهندسۍ برخو کې د فعالیتونو د جوازونو ورکول، ځنډول، تنزیل او د جوازونو لغوه کول.

د ودانیو د طرحې او ډیزاینونو عمومي ریاست

  1. د کور او ښار جوړولو وزارت پالسۍ په پام کې نیولو سره د پروژو د پلي کېدا په موخه د ستراتېژيک پلان جوړول؛
  2. د ساحې د اقلیمي شرایطو لکه زلزله، دیموګرافي، جغرافیایي د ساحې اقتصادي، ټولنیز، چاپېریالي او جغرافیایي شرایط په پام کې نیولو سره ودانیزو پروژو ته لومړیتوبونه ورکول؛
  3. د ساختمان او د مهندسۍ د کیفیت برخه کې د مدیریتي او مسلکي پوهې لوړولو په خاطر د چارو تنظیم او رهبري کول او د ساختمان صنعت برخه کې د خصوصي سکتور د ګډون کچې لوړولو په موخه د زمینې برابرول.
  4. د برنامو جوړولو، طراحۍ، تطبیق او د ساختمانونو څارنې برخه کې د پروسو رهبري کول او ډاډ ترلاسه کول.
  5. د دولتي او عامه ودانیو د پروژو رهبري او مدیریت.
  6. د وزارت پالسۍ او ستراتېژۍ سره سم، د افغانستان فرهنګ او تمدن سره مناسب او د ودانیو سیاست په پام کې نیولو سره د ښارجوړولو او مهندسۍ مفهوم د تحقق په برخه کې ښاري طراحي کول.
  7. د پروژې د مهندسۍ نقشې، انجنیرۍ او د داخلي او بیروني شبکاتو تائید.
  8. د هر ډول احتمالي نیمګړتیاوو د له منځه وړلو په موخه د پروژو د تطبیق په بهیر کې ګټورې او اغېزمنې هڅې کول، تر څو وروستۍ لاسته راوړنه او محصول د ډیزاین او نورو ټولو تخنیکي مشخصاتو مطابق په لوړ کیفیت او په تعین شوي وخت کې تولید او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
  9. د نړیوالو سټنډرډونو، نورمونو او د تخنیکي مشخصاتو مطابق په پروژو کې د استعمال وړ ساختماني موادو تصدیق کول.
  10. د ملي او نړیوالو نورمونو مطابق د پروژې د ساحې او د کارکوونکو له حفاظتي تخنیک مراعتولو څخه ډاډ ترلاسه کول.
  11. خصوصي او دولتي برخو کې د معیارونو او ساختماني قوانینو رعایت کولو په موخه انجنیرۍ فعالیتونو باندې څارنه کول.

د مسکن د ټولنیزو او اقتصادي مطالعاتو ریاست

  1. د مسکن جوړولو په موخه د ټولنیزو او اقتصادي مطالعاتو ترسره کولو لپاره د عملیاتي ستراتېژیو جوړول او د اغېزمن جوړښت رامنځته کول.
  2. د مسکن برخه کې د هېوادوالو د اړتیا کمولو او لاسرسي زیاتولو په موخه د مسکن اړوند پروژو ټولنیزو او اقتصادي برنامو جوړول.
  3. د کور او ښار جوړولو وزارت د ستراتېژیک پلان سره سم په ټولنیزو، اقتصادي او د مسکن چارو د بازارموندنې برخه کې د اړتیا وړ پالسیو او ستراتېژیو جوړول.
  4. د ساختمان صنعت د پرمختګ په موخه د ساختماني موادو د ډېټابېس جوړول.
  5. د بحران مدیریت کولو اسناد برابرول او د طبعي افتونو له امله او نورو زیانمنو ته د نجات ورکولو په پام کې نیول.
  6. د ولایتونو په کچه د مسکن پروژو د ځمکو جغرافیوي مطالعات او سروې کول.
  7. د مسکوني ساحو چاپېریالي مدیریت، مطالعه او ارزونه او دغه راز د ۳۴ ولایتونو او د زونونو طبعي حوادثو په تفکیک د مسکوني ساحو د زیان کچې پېژندنه.
  8. د هېواد په کچه د مسکن زیاتوالي مطالعه او د مسکن نوعیت پېژندل او دغه راز په ښارونو کې له مسکن څخه د ګټې اخیستنې طرز او عادت پېژندل.
  9. د ټولنې د بېلا بېلو مستحق قشرونو (لږ عاید لرونکي، منځني عاید، لوړ عاید او زیانمن کسانو) سروې، مطالعه او کتګوري کول او د هر ولایت په تفکیک د مسکن غوښتونکو لپاره د ځانګړي ډېټابېس جوړول.
  10. د مسکن سروې او مطالعاتو برخه کې د ګټورو پایلو ترلاسه کولو په موخه د نوو لارښودونو او تګلارو رامنځته کول او پېژندل.
  11. له ملي او نړیوالو مؤسسو، خیریه بنسټونو او نورو اړوندو ادارو سره د همغږۍ او همکارۍ رامنځته کول او د اړیکو ټینګول.

 د مسکن تخنیکي ریاست

  1. د افغانستان ملي پراختیایي پلانونو او د کور او ښار جوړولو وزارت د ستراتېژۍ سره سم د مسکوني مجتمع ګانو طراحي او برنامه جوړول.
  2. د توان او وسې مطابق د مسکن طرحو جوړول او رامنځته کول.
  3. د مسکن اړوند ساختمانونو ټولنیز، اقتصادي، فرهنګي او تخنیکي تحیلیل او ارزونه.
  4. د ځای او سیمې د جغرافیوي او ټولنیزو مشخصاتو سره سم د پروژو اړوند اسناد برابرول، لکه مهندسۍ نقشو، انجنیرۍ، ساختماني، انجنیرۍ شبکو او د مسکوني ودانیو د مشخصاتو لېست جوړول.
  5. د بې سرپناه، اړمنو او مستحق خلکو لپاره د مورګېچ سیستم، د مسکن مرستندویه شرکتونو، د مسکن کوپراتیف او د مسکن مرستندویه ټولنو له لارې مسکن ته د لاسرسي معقولې او مناسبې زمینې برابرول.
  6. د مسکوني مجتمع ګانو د رامنځته کولو په مورد د تګلارو او مقررو جوړول.
  7. د مسکن لپاره د ځمکې اړوند د اغېزمنو ستراتېژیو جوړول.
  8. د مسکن جوړولو او د مسکن د اړتیاوو برخه کې د خدماتو پوره کولو په موخه د ستراتېژیو جوړول.
  9. د هغه نقشو کنټرول او ویزه کول، چې طرحه او ډیزاین یې د خصوصي سکتور له خوا جوړ شوی وي.
  10. له محلي او سیمه ییزو موادو څخه په استفادې د ساختمان صنعت ته وده ورکول.

 

د انجنیرۍ ریاست

  1. د دولتي ودانیو اړتیاوو پوره کولو، د انډولیزې ملي پراختیا موخې ته رسېدول او د ملي ثبات پیاوړتیا په موخه د انجنیرۍ خدماتو وړاندې کول.
  2. د معرفي شوو پروژو د سرته رسولو په موخه له اړوندو امریتونو سره په همکارۍ د ودانیزو پروژو تحلیل او ډیزاین کول.
  3. د تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره د ودانیزو پروژو د انجنیرۍ نقشو رسمول او جوړول.
  4. د ودانیزو پروژو د ترمیم (بیاجوړونې یا نوې جوړونې) په برخه کې بررسي کول او تخنیکي نظر ورکول.
  5. د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام له حکم سره سم او د ملي او نړیوالو سټنډرډ کوډونو مطابق د تعمیراتو د هغه انجنیرۍ نقشو تخنیکي ویزه کول او له صحت څخه یې ډاډ ترلاسه کول، چې د خصوصي سکتور او یا داخلي او خارجي مؤسساتو له خوا جوړې شوې وي.
  6. د نقشو معیاريتوب په موخه، د انجنیرۍ سټنډرډونو او نورمونو پر اساس د انجنیرۍ نقشو له جوړولو څارنه کول.
  7. د پرکتیک یا عملي دورې له لارې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د ځوان کادرونو روزل.
  8. د ادارې د تطبیقي پلان سره سم د انجنیرۍ شبکاتو لکه (برېښنا، اوبو رسول او کانالېزاسیون، مرکز ګرمي او د ساختمانونو د تخنیکي برخې د ترمیم او پیاوړتیا بررسي) د تخنیکي پالسۍ د طرحې رهبري او پلان جوړول.

د املاک او اسکان د انسجام ریاست

  1. د اسنادو د پړاونو بشپړولو وروسته متقاضیانو او غوښتونکو ته د اپارتمانونو او هستوګنیزو نمرو وېشل.
  2. مشترکینو ته د وېش د مقررو او موادو مطابق د دې وزارت اړوند هستوګنیزو پروژو د نمرو د وېش مدیریت کول.
  3. د وزارت اړوند پروژو کې د اپارتمانونو او د ځمکو شخړو حل ته رسېدنه کول.
  4. د وزارت له ملکیتونو څخه د GIS معلوماتو ثبتول.
  5. د پروژو مشترکینو ته د نمرو د GIS معلوماتو ثبت.
  6. په اړوندو مراجعو کې د وزارت مربوط پروژو کې د ځمکو او اپارتمانونو د قبالو پروسس او د پړاونو بشپړول.
  7. په ټولو اړوندو مراجعو او محاکمو کې د دې وزارت اړوند ځمکو او اپارتمانونو منازعاتو ته رسېدل.
  8. په اړوند ډېټابېس کې د سرپناه د متقاضیانو ثبت او راجستر کول.
  9. د اپارتمانونو سجل او مشترکینو ته د وېشل شوو اپارتمانونو تسليمي ورکول.
  10. د بررسۍ کمېسیون د تصمیم او د اپارتمانونو د وېش مقررو او موادو مطابق د اپارتمانونو له وېش او بېرته راګرځولو پروسې څخه څارنه کول.
  11. د املاک او اسکان اړوند قوانینو او مقرراتو تحلیل، ارزونه، رعایت او تطبیق کول.
  12. د سرپناه نه درلودلو فورمو وېش او د سرپناه نه درلودلو برخه کې د ښاروالیو له ناحیو د معلوماتو راټولول.
  13. د دې وزارت اړوند هستوګنیزو پروژو کې د اپارتمانونو د قبالو چارو د پړاونو بشپړول.
  14. د وزارت او په ولایتونو کې د اړوند زونونو د غیرمنقول ملکیتونو د راجستر کولو پر چارو څارنه او کنټرول کول.
  15. د مالیې وزارت لومړي نمبر فورم دقیقه ډکول (خانه پري) او د وزارت د املاکو څانګو ته یې وړاندې کول.

د پروژو د انسجام او تطبیق ریاست

  1. د ذیصلاح مقام د لارښوونو، مقرراتو، قوانینو او د کور او ښار جوړولو وزارت د فعالیتونو د تنظیم مقررې مطابق د ریاست اړوندو څانګو رهبري او د چارو پرمختګ.
  2. د تمویلوونکو بنسټونو سره د همغږۍ او اړیکو ټینګښت او د مسکن، بیخپناء او صنعتي پروژو د رامنځته کولو په موخه د تمویلوونکو بنسټونو له لوري د بلا عوضه مرستو او همکاریو جذبول.
  3. د پروژو رامنځته کولو او د پانګونې زمینې برابرولو په موخه د پروپوزل جوړول، د ډونر د همکاریو جلب او له ملي، نړیوالو او پانګوالو سره همغږي جوړول.
  4. په ټاکل شوي وخت، کم لګښت، د باکیفیته، معیاري او ساختماني قبول شوو سټنډرډونو په پام کې نیولو سره د دوه سترو بلا عوضه هستوګنیزو پروژو (د چین نیله باغ او د قطر پروژې) مدیریت، همغږي او انسجام.
  5. د پروژو چارو غوره انسجام لکه عامه او دولتي ساختمانونه، تحکیم ثبات، پېروزي هستوګنیز ښارګوټی، د معلمینو او قالین اوبدونکو ښارګوټي) چې هستوګنیزې او صنعتي بیخ بناء او د بېلا بېلو ساختمانونو جوړول (عامه، دولتي، صنعتي او هستوګنیز) په کې شامل دي.
  6. د دولتي معیارونو سره سم د اختیاري او غیر اختیاري پروژو د تړونونو اجراء کول او د دوه هېوادونو د قبول شوو مواردو سره سم د هوکړه لیک په پام کې نیولو سره د ملي تدارکاتو قوانین جوړول.
  7. د مربوطه پروژو د ډیزاین او سروې برخه کې له اړوندو ریاستونو سره همغږي، د پروژې د عملي چارو په مهال د ډیزاین او سروې اصلاحات او د شاپ دراوینګ ترتیب/ د اجرایي نقشو تائید.
  8. پلان جوړونه او د کیفیت کنټرول چوکاټ رامنځته کول او له اړوندو ریاستونو سره په ګډو هڅو او همغږۍ د پروژې د تخنیکي مشخصاتو او ډیزاین سره سم د کیفیت تضمین او د ساختماني چک لېست برابرول.
  9. له ملي او نړیوالو تمویلوونکو بنسټونو سره په همغږۍ او د کور او ښار جوړولو وزارت له پالسۍ سره سم د تفاهم لیکونو برابرول او د اجرائیوي تفاهم لیکونو نوټ کول او تبادله.
  10. د مسکن، بیخ بناء او صنعتي پروژو کې د مهندسۍ او انجنیرۍ نقشو او سایټ پلان له تطبیق ډاډ ترلاسه کول.
  11. په هېواد کې د مسکن سکتور د پراختیا په موخه د اقتصادي څرخ پیاوړتیا او د پروژو د اقتصادي اغېزمنتیا لپاره تحلیل او د یوه میکانیزم رامنځته کول.
  12. د پروژو د طرحې، ډیزاین، تدارکاتي پروسې او اقتصادي برخو کې پلان جوړول، د پروژو عملي کول او په ټوله کې په بشپړه او بریالۍ توګه د پروژې سرته رسول.
  13. له اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ، د هېواد نافذه قوانینو په رڼا او د کور او ښار جوړولو وزارت د لارښوود پر اساس د صنعتي، سوداګریزو او هستوګنیزو نمرو وېش او بازار موندنه، د اسنادو ساتل او د ګټه اخیستونکو ډیټابېس جوړول.
  14. د بلا عوضه مرستندویه پروژو برخه کې همغږي او د ځانګړو خدماتو رامنځته کول، لکه ګمرکي معافیت، د ویزو اخیستل، د خارجي اتباعو اوسېدل او د هغوی امنیت خوندي کول.
  15. له اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ او د هېواد نافذه قوانینو په رڼا کې د پانګونې لپاره د مشخصو مډلونو جوړول.
  16. د غوښتونکو او مستحقینو لپاره مالي مډل جوړول او د اپارتمانونو د وېش تګلاره جوړول.  

د اقتصادي او صنعتي زونونو د پراختیا ریاست

  1. د اقتصادي زونونو د پراختیا په موخه د پالسیو، ستراتېژیو، تګلارو او لارښودونو جوړول.
  2. د پراختیاي پروژو د امکان په موخه د مطالعاتو د ترسره کېدو لوایح جوړول لکه اقتصادي، چاپېریالي، ټولنیز او داسې نورې برخې.
  3. د اقتصادي زونونو د ودې لپاره د د انکشافي طرحو او پلانونو جوړول.
  4. د هر اقتصادي زون د پراختیایي پلان پر اساس د پراختیایي پروژو طرحه او تطبیق لکه صنعتي پارکونو، لوجستکي پارکونو، ترانسپورتي ترمینلونه، تفریحي پارکونو، اقتصادي، مسلکي روزنیزو ورکشاپونو، سوداګریز پاغونو، د مرغانو او مالونو فارمونو، او د اقتصادي زونونو نورې پروژې.
  5. په اقتصادي زونونو کې د پروژو د طرحې او تطبیق په موخه د تګلارو، لارښودونو او د کاري پروسو طرحې جوړول.
  6. په اقتصادي زونونو کې د پانګونې د جلب او د پروژو د تمویل لپاره د پروپوزلونو جوړول.
  7. د اقتصادي زونو د پراختیا په موخه د خصوصي سکتور د پروپوزلونو تحلیل او ارزونه.
  8. د وزارت محترم مقام څخه د منظورۍ اخیستلو په موخه په اقتصادي زونونو کې د پروژو وړاندیز.
  9. د پروژو د تطبیق او ګټې اخیستنې په موخه د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د خصوصي پانګونې جلب او هڅونه.
  10. د پالسۍ او پلان ریاست سره په همغږۍ د رسمي تفاهم لیک له مخې، د ګټې اخیستنې، حفظ او مراقبت په موخه اړوندو ادارو ته د پروژو تسلیمي ورکول.

د پانګونې چارو د تنظیم ریاست

  1. د تعمیراتي، مسکوني مجتمع ګانو، کرنیزو او نورو ښاري پانګونو لپاره د برنامو جوړول او د اړوندو پانګونو لپاره د پالسۍ جوړول.
  2. د شته او تر کار لاندې ښارګوټو لپاره د بزنس پلان جوړول.
  3. د پانګونې چارو تنظیم او د پروژو اړوند مالي، تخنیکي، حقوقي او مدیریتي فعالیتونو بیاکتنه او ارزونه.
  4. د پراختیایي تخنیکي پلانونو جوړولو او له دولتي ځمکو د اغېزمنې ګټې پورته کولو په موخه، د پروژو لپاره زماني جدول جوړول، د پروژو د طرحو تحلیل او ارزونه او د ټولو مالي او حقوقي اسنادو او مسودو تحلیل او ارزونه کول.
  5. د خصوصي او عامه مشارکت موډل جوړول، د خصوصي او عامه مشارکت د امکان سنجۍ مطالعات، او د پروژو د مالي چارو د خصوصي او عامه مشارکت تړونونو ته پراختیا ورکول لکه، پالسي، د پروژې پراختیا او عملیات یې، د ګټې او لاسته راوړنې تحلیل، مالي تحلیل، د خصوصي او عامه مشارکت د سناریو تحلیل او د اقتصادي تاثیراتو تحلیل.
  6. د بازارموندنې او فروشاتو برخه کې له انساني ځواک څخه د ګټې اخیستنې مورد کې د اهدافو عملي کول، لکه د استخدام او انتخاب برخه کې همکاري کول، لارښوونه او روزنه، د کارکوونکو تنظیم او کاري اړیکې، د کاري مشارکوتونو د ارزونې او بررسۍ پلانونه جوړول، او د فروشاتو او بازارموندنې برخه کې پلان جوړول، د پالسۍ او اغېزمنو بشري سرچینو پروسیجرونو پلي کول.
  7. د مسکن، ودانیزو چارو او د زونونو پراختیا معینیت د لاسته راوړنو زیاتولو په موخه د بازارموندنې، فروشاتو او پروسیجرونو د جوړښت بشپړول او پراختیا ورکول.
  8. د هېواد نافذه قوانینو په رڼا کې د مرستندویانو پېژندل، همغږي او جذبول یې.
  9. د ستراتېژیم پلان په داخل کې د هرې پروژې لپاره د سوداګریزو پلانونو، مالي پلانونو، سوداګریزو او اقتصادي ستراتېژیو، د سوداګرۍ پراختیا پالسۍ جوړول او مالي وړاندوینې کول.
  10. له اقتصادي او پانګونو ادارو سره د اړیکو جوړول او ټینګول.

د مهندسۍ او لنډ سکېپ ریاست

  1. د مهندسۍ نقشو د طرحې او ډیزاین په موخه د اغېزمنو ستراتېژیو جوړول.
  2.  د پروژو د مهندسې برنامو د طرحې د کاري موضوعاتو د همغږۍ په موخه د بېلا بېلو مهندسۍ تعمیراتو د پروژو د تحلیل او ارزونې لپاره د موضوعاتو مدیریت، رهبري او انسجام.
  3. د کور او ښار جوړولو وزارت د اړوندو رریاستونو سره په همغږۍ د مذهبي او فرهنګي، صحي او اداري، هستوګنیز او سوداګریز، کرنیز او صنعتي، ورزشي ساختمانونو او تفریحي ځایونو د تعمیراتو د مهندسۍ نقشو د ډیزاین لپاره برنامه جوړول او سکېچ کول، او د چارو د دقیق پرمختګ په موخه د ملي او نړیوالو نورمونو سره سم د ساختمانونو لنډ سکېپ.
  4. نقشه اچول، او د تعمیراتو او ساختمانونو د ترمیم (بیارغونې، سمون او نوي جوړولو) په موخه تخنیکي او فني نظر ورکول.
  5. د وړاندیز کوونکو مراجعو د غوښتنې پر اساس او د کور او ښار جوړولو وزارت له اړوندو ریاستونو سره په همغږۍ، هغه تعمیرات چې عادي ترمیم ته اړتیا لري په اړه یې بیا کتنه او تخنیکي او فني نظر ورکول.
  6. د مهندسۍ طرحې د چارو له کیفیت د ډاډ ترلاسه کولو لپاره د تخنیکي کمېټې جوړول چې له ملي او نړیوالو نورمونو سره سم د مهندسۍ بشپړ نقشو له برنامې جوړولو د بررسۍ او وروستی تصدیق یې وکړي.
  7. د معیارونو او هغه تعین شوو سټنډرډونو چې د دولتي ادارو، خصوصي سکتورونو او د بهرنیو ادارو او مؤسساتو له لوري وزارت ته رالېږل شوي په پام کې نیولو سره د سختمانونو او تعمیراتو د مهندسۍ نقشو ویزه کول.
  8. د مهندسۍ ، انجنیرۍ او انجنیرۍ شبکاتو د ټولو اصلي نقشو مدیریت او منسجم کول، او د ټولو تعمیراتو او ساختمانونو د سنجش او براورد لیست جوړول او د تخنیکي ارشیف امریت ته یې لېږل.

د انجنیرۍ شبکاتو ریاست

  1. د ملي پیاوړتیا تأمین، ملي انډولیزې پراختیا او د دولتي تعمیرانو اړتیاوو ته د رسېدو په موخه د انجنیرۍ خدماتو وړاندې کول.
  2. د ورپېژندل شوې پروژې د رامنځته کولو او بشپړولو په موخه له اړوندو امریتونو سره په همکارۍ د تعمیراتي پروژو تحلیل او ډیزاین.
  3. د تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره د تعمیراتي پروژو د انجنیرۍ نقشو رسمول او جوړول.
  4. د ترمیماتو (بیارغونې او یا نوې رغونې) په موخه د تعمیراتو پروژو په مورد کې بررسي کول او تخنیکي نظر ورکول.
  5. د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام له حکم سره سم د هغه تعمیراتي انجنیرۍ نقشو تخنیکي ویزه کول، چې د خصوصي سکتور او یا د بهرنیو مؤسسو له لوري د ملي او نړیوالو سټنډرډونو په پام کې نیولو سره جوړې شوې وي او دغه راز د نقشو له صحت ډاډ ترلاسه کول.
  6. د نقشو د معیاريتوب په موخه د انجنیرۍ نورمونو او سټنډرډونو سره سم د انجنیرۍ نقشو له جوړولو څارنه کول.
  7. په عملي دوره کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د ځوان کادرونو پالنه او روزنه ورکول.
  8. د ادارې د تطبیقي پلان سره سم د د انجنیرۍ شبکاتو(برېښنا، اوبو رسولو او کانالېزاسیون، مرکز ګرمي او د تخنیکي برخې د تحکیماتي او ترمیماتي ساختمانونو بررسي) د تخنیکي پالسۍ د طرحې رهبري او پلان جوړول.

د سنجش او براورد ریاست

  1. د دولتي نویو تعمیرانو او هغه چې د ترمیم اړتیا لري، په اړه یې د سنجش او براورد په موخه د اغېزمنو ستراتېژیو برابرول.
  2. د منظور شوو لایحو مطابق لنډ سکېپ او د مذهبي او فرهنګي، صحي او اداري، تعلیمي او تحصیلي، هستوګنیز او سوداګریز، صنعتي او کرنیز، ورزشي ساختمانونو او تفریحي ځایونو د بررسۍ او ترسره شوي کارونو لپاره لومړنی او وروستی براورد کول او قېمت ګذاري.
  3. د ساختمانونو او تعمیراتو د کار وړاندوینې په موخه سنجش کول او د مهندسۍ او انجنیرۍ نقشو له مخې د لومړني براورد لېست چمتو کول.
  4. د وړاندیز کوونکو مراجعو په غوښتنه او د کور او ښار جوړولو زورات د محترم مقام د حکم پر اساس د هغه ساختمانونو او تعمیرونو د لومړني براورد سنجش چې عادي ترمیماتو ته اړتیا لري.
  5. د ساختماني او تعمیراتي په ترمیماتي پروژو (بیارغونې، سمون او نوې رغونې) کې د ترسره شوي کار د مجرایۍ (حقیقي لګښت) د بشپړېدو په صورت کې اصلي ساحې ته په کتو د وروستي براورد لېست چمتو کول.
  6. د هر ناسالم تخنیکي او حقوقي وضعیت د رامنځته کېدو په صورت کې د ذیصلاح مقاماتو او د محاکمو د امر پر اساس د پروژو ارزونه کول.
  7. د تړون فسخ کېدو په صورت کې د ترکار لاندې پروژې د کار کچې، شوي کار او پاتې کار سنجش او براورد کول.
  8. د غیر مترقبه پېښو، افات او طبعي پېښو له کبله ساختمانونو او تعمیرونو ته د اوښتي زیان ارزونه او بررسي کول، په بانکونو کې د غیر منقول ملکیتونو د پآنګې کچې معلومولو په موخه د ټولو دولتي ادارو، خصوصي ادارو شرکتونو او بهرنیو مؤسسو د ساختمانونو او تعمیرونو قېمت ګذاري، د محاکمو له لوري د حقوقي مسایلو حل او د کور او ښار جوړولو وزارت تر مدیریت لاندې ساختماني او تعمیراتي پروژو لپاره د پروپوزل جوړول.

د مهندسۍ نظام، انجنیرۍ او د مقرراتو د طرحې ریاست

  1. د کور او ښار جوړولو وزارت اړوندو ادارو لپاره د ساختمان په بېلا بېلو برخو کې د اړتیا وړ کوډونو راټولول.
  2. د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي ریاستونو اړوند د ترتیب شوو تخنیکي اسنادو چک او بررسي.
  3. د وزارت موخو لپاره د اغېزمنو فعالیتونو په پار اړوندو ادارو ته تخنیکي لارښوونې کول.
  4. ښاري پراختیا لپاره د غوره شرایطو په موخه د ساختماني چارو اړوند طرحو او مقرراتو جوړول، د مناسبو ترانسپورتي شبکو درلودل او عامه تأسیسات (صحت، پوهنه، هستوګنیز، سوداګریز او صنعتي).
  5. د ساختمان تعمیراتو برخې د سټنډردونو او کوډونو طرحه او ترتیب او اړوندو ادارو ته یې سپارل.
  6. د ملي او نړیوالو معیارونو سره سم  د ښاري پراختیا په موخه د ښاري پلان جوړولو د سټنډرډونو او کوډونو طرحه او ترتیب.
  7. د تاریخي او قدیمي ځایونو له تخریب مخنیوي او د ساتنې او بیا رغونې په موخه د مقرراتو طرحه او ترتیب.
  8. انجنیرانو، مهندسانو، تازه ګمارل شوو کارکوونکو، د ساختماني چارو بېلا بېلو سکتورنو کار کوونکو د وړتیا لوړولو او د وزارت په بېلا بېلو سکتورنو کې د عملي تجربو شریکولو په موخه د زده کړو روزنیزو بارنامو جوړول.
  9. د داخلي او خارجي معتبرو ساختماني شرکتونو د جوازونو ثبت او راجستر او د کار جواز ورکول.
  10. د مهندسۍ او انجنیرۍ په بېلا بېلو برخو کې د فعالیت لپاره انجنیرانو ته د اعتبار ورکول.
  11. ښاري ستونزو ته د حل لار موندلو په موخه د علمي او تخنیکي کنفرانسونو او دیالوګ برابرول.

له ساختمانونو د څارنې او مراقبت ریاست

  1. د ریاست کاري استقامت په پام کې نیولو سره د تعمیراتي او ترمیماتي پروژو د زیان مدیریت.
  2. د تعمیراتي او ترمیماتي پروژو له تطبیق څارنه او مراقبت او د ساختمان تخریب د چارو د پیل مکتوب د صادرېدو له وخته تر چې په بشپړه توګه مالک ته وسپارل شي.
  3. د تائید شوو نقشو د مشخصاتو په پام کې نیولو سره په پروژه کې د استفادې وړ تجهیزاتو او مسالو تائیدول او د ترسره شوي کار د بل تائیدول.
  4. په کاري ساحه کې د خوندیتوب مواردو رواجول او تکثیرول او په کاري ساحه کېد قراردادي له لوري د خوندیتوب اصولو له رعایتولو بیاکتنه کول.
  5. په مرکز او ولایتونو کې د پروژو انوایسونو یا د احجامو بل چک کول او د وروستیو پړاونو بشپړولو په موخه یې اړوندو ادارو ته لېږل.
  6. د شوي قرارداد مطابق له پیله تر پایه د پروژو د لګښتونو کنټرول.
  7. د ساختماني پروژو د تخنیکي او زماني انسادو تعدیل، تحلیل او ارزونه.
  8. له مرکزه د ولایتي پروژو بررسي کله یې چې چارې ۵۰ سلنې او یا ۱۰۰ سلنې ته ورسېږي.
  9. د ساختماني پروژو لنډمهاله او دایمي تسلیمول او تسلیم اخیستل.
  10. د تر کار لاندې پروژو او د مراقبت کوونکي د فعالیتونو څارنه او مراقبت.
  11. د وزارت محترم مقام ته د ساختماني ستونزو او ننګونو په اړه د حل لارو او وړاندیزونو وړاندې کول.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

4 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new