د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو پراختیا مرستیال د پروژو پر چټکتیا ټینګار وکړ

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۲:۲۰
معینیت

۱۴۴۶/۱۰/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائز په خپل کارې دفتر کې د افغانستان د اتمي انرژۍ ادارې، د کاپیسا ولایت د اداري تعمیرونو د پروژو او د کابل روزنتون له مسؤلینو سره وکتل.

په دغه کتنه کې، د تدارکاتو محترم رئیس مولوي فیض الله فیضان او د تخنیکي بیخ بناؤ د ډیزاین محترم رئیس فواد صافي هم شتون درلود.

د یادو پروژو مسؤلینو، د کارونو د پرمختګ او په پروژو کې د شته ستونزو په تړاو هر اړخیزې خبرې وکړې او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.

د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائز د پروژو د مسؤلینو د خبرو له اورېدو وروسته په یادو پروژو کې د چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ او د ستونزو د حل په موخه یې لازمې سپارښتنې وکړې.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې کوي، چې په پروژو کې شته ستونزې له منځته یوسي او چارې په بشپړ شفافیت سره سرته ورسېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي هغه پانګوال چې پر خپلو ځمکو فابریکې نه جوړوي، قراردادونه به یې فسخه شي

۱۴۴۸/۴/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي له یو شمېر پانګوالو سره وکتل او د یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت