د مالي ستونزو د حل او د نیمه کاره پروژو د پیل په تړاو ناسته وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۳:۲۵
minister

۱۴۴۶/۴/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ د دې معینیت اړوندو ریاستونو رئیسانو او مسؤلینو په کور او ښار جوړولو وزارت کې د مالي ستونزو د حل او د نیمه کاره پروژو د پیل په تړاو ناسته وکړه.

په ناسته کې، د روان کال لپاره د عادي او پراختیایي بودیجې د کچې، لګښت او د شته ستونزو په تړاو مالي ریاست معلومات وړاندې کړل.

دغه راز، خبرې وشوې چې یو شمېر پروژې په نیمه کاره حالت کې پاتې دي او اړتیا ده چې پاتې چارې یې پیل، بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د غونډې برخه والو وویل، اړتیا ده چې د ځینو پروژو قراردادونه تعدیل، وخت تمدید او اړوند شرکتونه چمتوالی وښیي.

د دوی په خبره، د ځینو پروژو  بیا پیل لپاره اړتیا ده چې ځینې لومړنۍ چارې له مخکې پیل او تیاری ونیول شي.

ښاغلي مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي وویل، د روان کال په منځ کې د شته نیمه کاره پروژو ترڅنګ دې ځینې نورې ټولګټې او عوایدي پروژې ترتیب او د بودیجې منظورۍ په موخه دې یې وړاندیز شي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې څومره ژر کېدای شي چارې دې یې پیل او خنډونه دې له منځه یوړل شي.

په ناسته، کې د پالیسۍ او پلان ریاست ته دنده وسپارل شوه چې شته پروژې او نورې عام المنفعه او عوایدي پروژې دې له کانسیپټ نوټونو سره له ریاستونو وغواړي او په بله ناسته کې دې یې غونډې ته وړاندې کړي.

په یاده ناسته کې، مالي برخه کې په ځینو نورو موضوعاتو هم خبرې وشوې او د چارو د چتکتیا په موخه لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۴۵
Background image

د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د پل محمود خان د استوګنیز او سوداګریز کمپلکس له پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د پل محمود. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۴۴
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د پنځم مکروریان ښارګوټي له پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د پنځم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۸:۳۹
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت ښاري سرغړونو ته د رسېدنې ریاست اړوند د تخلفاتو د مخنیوي او عامه پوهاوي تخنیکي ټیمونو له لوري، د دوامدارو څارنو په لړ کې د کابل ښار په درېیمه ناحیه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت