د قیصار ولسوالۍ د ثوري پل د جوړولو پروژې له چارو څخه تخنیکي څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۰:۳۹
قیصار ولسوالۍ

۱۴۴۷/۰۷/۱۰

د فاریاب ولایت د کور او ښر جوړولو ریاست محترم رئیس د خپل تخنیکي ټیم په ملتیا د قیصار ولسوالۍ د ثوري پل د جوړولو پروژې له روانو چارو څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت پر مهال څرګنده شوه چې د پروژې چارې په ساحه کې د منظور شوې نقشې او انجنیري معیارونو سره سم پر مخ روانې دي، ښاغلي رئیس د کار کیفیت د قناعت وړ وباله او قراردادي شرکت ته یې لازمې لارښوونې وکړې، تر څو پاتې چارې هم د نقشې او انجنیري معیارونو مطابق په معیاري ډول بشپړې کړي.

د ثوري پل د جوړولو پروژه د قیصار ولسوالۍ له مهمو عامه‌المنفعه پروژو څخه ده چې د ترانسپورټي اسانتیاوو ښه کېدو، د خلکو د تګ راتګ اسانتیا او د سیمې د اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه تطبیقېږي، د دې پروژې بشپړېدل به د سیمې اوسېدونکو ته د پام وړ اسانتیاوې برابرې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت