د فراه ښار د څو سړکونو د ویالو د سنګ کارۍ چارې وڅارل شوې
۱۴۴۷/۰۵/۲۸
د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال وایي، چې د یاد ریاست تخنیکي ټیم د فراه ښار په پنځمې او شپږمې ناحیې کې د ګڼو سړکونو د ویالو د سنګ کارۍ پر روانو چارو ساحوي څارنه ترسره کړې ده.
ښاغلي مولوي اسستقلال وویل، د تخنیکي ټیم لخوا د نعمان بن ثابت ۱ او ۲، شیخ ابو نصر ۱۶ او ۲۲، نازو انا ۱۸، دشت صوفي ۲۰، هوایي ډګر ۱۷ او ۲۶، عیدګاه ۴ او د احمد شاه باباد ۱۱ سړک د ویالو د سنګ کارۍ چارې و څارل شوې.
مولوي نصرالله استقلال وویل چې د یادو سړکونو د ویالو سنګ کاري، د اوبو د منظمې تېرېدنې لپاره د معیاري شبکې جوړول، او د سړک د غاړو د ثبات لپاره بنسټیز اهمیت لري. هغه ټینګار وکړ چې ټول کارونه د نقشې، احجامو د براورد، انجنیري معیارونو او تدارکاتي شرطنامې مطابق ترسره کېږي.
نوموړي زیاته کړه چې تخنیکي ټیم د کار ټول پړاوونه له نږدې څاري او د کیفیت د لا ښه کېدو لپاره د مسئول شرکتونو تخنیکي برخو ته لازمې سپارښتنې کوي.
د کور او ښار جوړولو وزارت په ټول هېواد کې د ښاري سړکونو، ویالو، او د ښارونو د بنسټیزو شبکو د جوړولو او ترمیمي پروژو څارنه کوي، په ځانګړي ډول په هغو ساحو کې چې د ښار د زیربناوو د پیاوړتیا اړتیا ډېره وي.
