د فراه برېښنا امریت د اداري ودانۍ جوړولو له پروژې تخنیکي څارنه وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۱:۳۰
فراه

۱۴۴۸/۶/۱۷

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د فراه برېښنا امریت د اداري ودانۍ جوړولو له پروژې څخه ساحوي څارنه ترسره کړه، چې اوس مهال یې د دویم پوړ د چت د سیخ‌ تړلوچارې روانې دي.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې ساختماني شرکت له هغو سیخانو څخه کار اخلي چې د ازموینې چارې یې نه دي ترسره شوې، همدارنګه، د پروژې د مشاهداتو کتابچه هم د ثبت او تخنیکي لارښوونو لپاره په ساحه کې موجوده نه وه.

له همدې امله، قراردادي شرکت ته لارښوونه وشوه چې د سیخ‌ تړلو چارې تر هغه مهاله وځنډوي، څو د نویو سیخانو ازموینې ترسره او پایلې یې تأیید شوې نه وي.

همدارنګه، ورته سپارښتنه وشوه چې د مشاهداتو کتابچه تل په ساحه کې وساتي او ټولې ساختماني چارې د منظور شوې نقشې، پروژې د مشخصاتو او انجنیري معیارونو مطابق ترسره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۱:۳۰
Background image

د فراه برېښنا امریت د اداري ودانۍ جوړولو له پروژې تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۶/۱۷

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د فراه برېښنا امریت د اداري ودانۍ جوړولو له پروژې څخه ساحوي څارنه ترسره کړه، چې اوس مهال یې د دویم پوړ د چت د سیخ‌ تړلوچارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۱:۳
Background image

د کابل–بګرام سړک د جوړولو چارې په بېلابېلو برخو کې دوام لري

۱۴۴۸/۶/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نوي کابل ښار عمومي ریاست تر تخنیکي څارنې لاندې د کابل–بګرام سړک د جوړولو چارې په منظم ډول روانې دي او د پروژې په بېلابېلو برخو کې د سړک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۲:۵۳
Background image

د جوزجان په آقچې ولسوالۍ کې د سوداګریزو مارکېټونو د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۶/۱۵

د جوزجان ولایت د والي په لارښوونه، د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس او د آقچې ولسوالۍ محترم ښاروال په مشرۍ ګډ تخنیکي پلاوي د آقچې ولسوالۍ د سوداګریزو مارکېټونو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ۱ میاشت ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت