د فارياب ولايت د قرم‌قل ولسوالۍ اداري کمپلکس ورغول شو

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱/۵ - ۹:۴۲
فارياب

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ثبات تحکيم ملي برنامې له لارې د فارياب ولايت د قرم‌قل ولسوالۍ اداري کمپلکس ودانۍ د جوړولو چارې بشپړې کړې او ګټې اخېستنې ته يې وسپارله.

دا ودانۍ په ۴۹۰ متر مربع ځمکه کې په درې پوړيز ډول چې ۱۷ کاري خونې، د غونډو يو تالار، يو پخلن‌ځای، ۹ تشنابونه او يو ګودام لري، د دولت له پراختيايي بوديجې څخه په ۲۵ ميلیونه ۹۲۹ زره افغانيو ورغول شوه.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د بېلابېلو ولايتونو په مرکزونو او ولسواليو کې تر اوسه ۱۲۹ اداري ودانۍ رغولي او هلته د موجودو کارکوونکو لپاره يې د کار مناسب او ارام چاپېريال زمينه برابره کړې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۶:۳۲
Background image

د نوي کابل ښار اړوند د کابل – بګرام عمومي او اساسي سړک د جوړولو چارې د څلور سوه او پنځه پنځوس میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

۱۴۴۷/۸/۲۴

په هغه مراسمو کې چې له مخې یې د نوي کابل ښار اړوند د کابل بګرام د عمومي او اساسي سړک د جوړولو چارې پیل شوې په کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۲:۳۷
Background image

په فراه ښار کې د ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۸/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونې له مخې، د فراه ولایت دکور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د فراه ښار په درېیمه او پنځمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۵۶
Background image

په فراه کې د لوړو زده کړو مؤسسې د احاطوي دېوال د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۸/۲۳

د فراه ولایت د لوړو زده کړو مؤسسې د احاطوي دېوال د اعمار چارو څخه د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه څارنه ترسره شوه، یاده څارنه د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت