د غزني ولایت د ارزاق ریاست لپاره د تعمیر پر جوړښت خبرې وشوې
۱۴۴۵/۹/۴
د کور اوښار جوړولو محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د غزني ولایت د ارزاق ریاست له محترم رئیس مولوي عبدالرزاق رفیع او د دې ریاست له مرستیال محترم محمد امین صاحبزاده او د کور او ښار جوړولو وزارت د ماسټر پلان ریاست چارسمبالی محترم انجنیر عبدالمحمد او د ښاري چارو عمومي ریاست له چارسمبالي محترم احمد رضايي په شتون کې ناسته وکړه.
په ناسته کې، د غزني ولایت د ارزاق رئیس د کور او ښار جوړولو وزارت له محترم سرپرست وزیر څخه غوښتنه وکړه، چې د دې وزارت مسلکي انجنیران دې د ارزاق ریاست د تعمیر جوړولو په موخه کروکي او سکیچ وکړي.
په یاده ناسته کې، د تعمیر د جوړښت پر فیصدۍ، د شنې سیمې او د یو بلاک پر جوړېدو بحث وشو.
د ناستې په دوام، پرېکړه وشوه چې د کور او ښار جوړولو وزارت یو تن مسلکي انجنیر به ساحه له نږدې ګوري، د تعمیر لپاره به سیمه کروکي کوي، سکیچ به ترتیبوي، د شنې او پرانستې سیمې اندازه به معلوموي او وروسته به د ارزاق محترم ریاست لپاره د تعمیر جوړولو چارې پیلېږي.
