د غزني د شهیدانو او معلولینو ښارګوټي تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۵۱
غزني

۱۴۴۸/۳/۳

د غزني ولایت د مرکز اړوند د شهیدانو او معلولینو ښارګوټي تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري لاسلیک شو.

دغه ښارګوټی د غزني ښار په مرکز کې پر ۵۰۰ جریبه ځمکه د استوګنې، ښاري پراختیا او د شهیدانو او معلولینو کورنیو لپاره د مناسب او معیاري استوګنیز چاپېریال د برابرولو په موخه طرحه شوی دی.

د تفصیلي پلان له مخې، په ښارګوټي کې د استوګنیزو ساحو ترڅنګ د سړکونو، پلې لارو، شنو ساحو، پارکونو، ښوونیزو او روغتیايي مرکزونو، سوداګریزو او خدماتي مرکزونو، د اوبو رسولو، برېښنا او فاضلاب شبکو او نورو اړینو عامه تأسیساتو لپاره هم ځایونه په پام کې نیول شوي دي.

د پلان له مخې، د ښارګوټي د استوګنیزې ساحې لپاره شاوخوا ۱۵۱ جریبه ځمکه ځانګړې شوې چې د ټولې ساحې نږدې ۳۱ سلنه جوړوي. په دې برخه کې ټولټال ۷۶۸ استوګنیزې نمرې په پام کې نیول شوې دي چې په بېلابېلو اندازو او ډولونو وېشل شوې دي.

د ښارګوټي په تفصیلي پلان کې د شنو ساحو او خدماتي تأسیساتو لپاره هم مناسبه ساحه ځانګړې شوې، څو د استوګنې ترڅنګ د اوسېدونکو لپاره سالم، منظم او د ښاري معیارونو مطابق چاپېریال رامنځته شي.

همدارنګه، د ښارګوټي په طرحه کې د سوداګریزو فعالیتونو لپاره شاوخوا ۴۳،۸۶ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده. په دې برخه کې د سوداګریزو بلاکونو لپاره منظم پلان جوړ شوی او د ودانیو د ارتفاع، هواخورۍ، رڼا او د موټرود تم ځای اړوند معیارونه په پام کې نیول شوي دي.

د یاد ښارګوټي د تفصیلي پلان په طرحه کې هڅه شوې چې د استوګنې، سوداګرۍ، عامه خدمتونو، شنو ساحو او ترانسپورتي شبکې ترمنځ مناسب توازن رامنځته شي، څو د ښارګوټي اوسېدونکو ته د ژوند، تګ‌راتګ او اړینو خدماتو لپاره مناسبې اسانتیاوې برابرې شي.

د دغه ښارګوټي د تفصیلي پلان پلي کول به د غزني ښار د منظمې پراختیا، د استوګنې د اړتیاوو د تنظیم او د شهیدانو او معلولینو لپاره د معیاري استوګنیز چاپېریال د رامنځته کولو په برخه کې مهم ګام وي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۵۱
Background image

د غزني د شهیدانو او معلولینو ښارګوټي تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شو

۱۴۴۸/۳/۳

د غزني ولایت د مرکز اړوند د شهیدانو او معلولینو ښارګوټي تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري لاسلیک شو.

دغه ښارګوټی د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۲۱
Background image

د اداري اصلاحاتو، پراختیايي او تعدیلي پلان عمومي طرحه د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شوه

۱۴۴۸/۳/۳

د ښاري اړتیاوو، موجوده وضعیت، شته امکاناتو او عامه خدمتونو ته د لاسرسي د لا ښه تنظیم په موخه، د اداري اصلاحاتو، پراختیايي او تعدیلي پلان عمومي طرحه د کور او ښار جوړولو وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۹
Background image

د مجید زابلي ښارګوټي د اصلاحي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۳/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم، د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم په ملتیا، د دغه ولایت د مجید زابلي ښارګوټي د اصلاحي پلان د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت