د غالي اوبدونکو صنعتي او استوګنيزو ښارګوټو د ځمکو وېش لپاره د کړنلارې نهايي کېدو په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې چې د ښاغلي روشان ولسمل تر څنګ، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د بېلابېلو برخو مسوولینو او د غالۍ اوبدونکو د اتحاديو استازو هم ګډون درلود، د کړنلارې په اړه بېلابېل بحثونه وشول.
د دې ناستې په پيل کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ښاري چارو معين محترم روشان ولسمل د کړنلارې پر حقوقي کتنه، د غالۍ اوبدونکو د اتحاديو د مثبتو نظرياتو پر اخېستلو د ټينګار تر څنګ ډاډ ورکړ چې د جلالتماب جمهور رئيس محمد اشرف غني له لارښوونې سره سم به د صنعتي او استوګنيزو نومرو پر وېش کار پيل کړي.
ښاغلي ولسمل په دې ناستې کې زیاته کړه: ښار جوړولو او ځمکو وزارت په بېلابېلو ولايتونو کې د يادو استوګنيزو او صنعتي ښارګوټو له رغونې وړاندې د وېش په اړه د جلالتماب جمهور رئيس قناعت ترلاسه کړی. څو له دې لارې د غالۍ اوبدونکي صنعتکاران د خپلو ځمکو او کارخونو څښتنان شي او د غالۍ د توليد په برخه کې د صنعتکارانو شته ستونزې لهمنځه ولاړې شي.
تر دې وروسته غالۍ اوبدونکو اتحاديو استازو په دې برخه کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت هلې ځلې وستايلې او د قالينو د صنعتي او استوګنيزو ښارګوټو د نومرو د وېش لپاره په نوې کړنلاره کې يې يو لړ نظريات هم شریک کړل.
ياده کړنلاره له يو لړ بحثونو او خبرونو اترو وروسته له ځينو حقوقي مواردو له زياتوالي او د ځينومسايلو په تعديل سره نهايي شوه او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست او نوماند وزير محترم محمود کرزي له ملاحظې او د جلالتماب جمهور رئيس له منظورۍ وروسته به اجرا شي.
###