د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار د پلانیزو ساحو څخه د تخلفاتو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۷
ارزګان

۱۴۴۷/۱۱/۱۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخلفاتو تخنیکي ټیم د مرکز ترینکوټ ښار د څلورو ناحیو په کچه د تفصیلي او ستراتیژیکو پلانونو له ساحو څخه ساحوي نظارت ترسره کړ.

د نظارت پر مهال د درېیمې ناحیې اړوند یوه ساختماني قضیه وڅېړل شوه، چې د ښاروالۍ له لوري ورته د هټیو جوړولو اجازه ورکړل شوې وه او نوموړی شخص د خپل مخکیني تخریب شوي دوکان د ترمیم غوښتنه درلوده. خو د تخنیکي ارزونې له مخې، اړوند شخص ته هدایت ورکړل شو چې د ساحې د کارونې نوعیت د ښاري پلانونو مطابق (شنه، استوګنیزه یا سوداګریز زون) په دقیق ډول تثبیت شي، تر څو د هغې پر بنسټ لازم تخنیکي او قانوني اقدام ترسره شي.

په نورو ناحیو کې د نظارت پر مهال کوم نوي تخلفات نه دي ثبت شوي، خو په څلورمه ناحیه کې د پخوانیو ثبت شویو تخلفاتو قضیې لا هم د اړوندو مراجعو تر تعقیب لاندې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت