د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ د روغتون د ودانۍ د جوړولو له چارو تخنیکي څارنه وشوه
1448/6/8
د سمنګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د یاد ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ د روغتون د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
یاده څارنه د عامې روغتیا ریاست د وړاندیز او د ولایت مقام د حکم پر بنسټ ترسره شوه، چې پر مهال یې د روغتون د لومړي پوړ د دویمې برخې د کانکریټ اچونې چارې بشپړې شوې وې همدارنګه، د سپټیک څاه ګانو د پوښونو د قالب تړلو چارې د نقشې مطابق پر مخ وړل کېدې.
د څارنې پر مهال د ساختماني چارو د کیفیت د لا ښه والي په موخه د قراردادي شرکت انجنیر ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وشوې.
د تخنیکي ارزونې له مخې، د یادې پروژې د چارو ټولیز پرمختګ شاوخوا ۳۰ سلنه ښودل شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیمونه د ساختماني پروژو د کیفیت او د چارو د سم تطبیق د ډاډ ترلاسه کولو په موخه له روانو پروژو څخه په دوامداره توګه څارنه کوي او دغه لړۍ به همداسې دوام ولري.
