د سرپناه او ښاري پراختیا برخه کې د پانګونې پر څرنګوالي خبرې وشوې
۱۴۴۵/۱۱/۱۰
دا چې سرتاسري امنیت خوندي شوی او د پانګونې لپاره بستر هوار شوی، ټول داخلي او بهرني پانګوال کولای شي افغانستان کې بېلا بېلو برخو او په ځانګړې توګه د سرپناه، ښارګوټو او ښاري پراختیا برخه کې پانګونه وکړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ د دغه وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د زونونو د پراختیا محترم مرستیال مولوي روح الله احمدي، د یاد وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني او نورو اړوندو مسؤلینو ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې، د کور او ښار جوړولو وزارت په اډانه کې د سرپناه، ښارګوټو او ښاري پراختیا برخه کې د پانګونې پر څرنګوالي خبرې اترې وشوې.
د ناستې برخوالو، خبرې وکړې چې څنګه کېدای شي په امارتي یا شخصي ځمکو کې د مسکن، ښارګوټو او ښاري پراختیا اړوند پروژې پلي شي.
دغه راز په یاده ناسته کې، د کورونو پر ډولونو خبرې وشوې او د اړوندو مسؤلینو له لوري د مسکن ځینې ډولونه د بېلګې په توګه وښودل شوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو پانګوالو هیله لري دا چې افغانستان کې غوره زمینه برابره شوې، نو د مسکن، ښارګوټو او د ښاري پراختیا برخه کې دې پانګونه وکړي او دغه وزارت یې بشپړ ملاتړ کوي.
