د سرپل – بلخاب ترمنځ د سړک لومړنۍ سروې ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۰ - ۱۱:۳۸
picture

۱۴۴۵/۱۲/۲۳

سرپل کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد نور نوراني وایي، د ریاست اړوند انجنیرانو یې له سرپل تر بلخاب د سړک جوړولو په موخه لومړنۍ سروې پیل کړه.

ښاغلی مولوي محمد نور نوراني وایي، یاده چاره د دغه ولایت د محترم مقام په حکم پیل شوه چې ډېر ژر به یې ورپسې چارې پیل شي.

اړوند انجنیران وایي، د کانونو تر کتنې او له ولسوالیو د لازمه معلوماتو ترلاسه کولو وروسته یې سروې پیل کړه او تر شترګردن پورې به دوام ورکوي.

د دوی په خبر، د لارې په اوږدو کې یې ټولې لوړې او ژورې، ګولایي ګانې او د موټرو د تګ راتګ لپاره یې د لید ساحې په نښه او مناسبې شعاع تعین کړي او ځینې برخې یې د (جي، پي، ایس) دستګاه پر مټ ثبت کړي دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د پراختیایي چارو، ودانیزو او رغنیزو کارونو او نورو ټولګټو چارو لپاره لومړنۍ سروې او براورد کوي او د عملي کولو لپاره یې اړوندو ادارو ته سپاري.

 

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

7 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۴:۳۱
Background image

د ارزوګان ولایت په خیروکاریز سیمه کې د اصلاحي پلان د تطبیق عملي چارې پیل شوې

۱۴۴۵/۱۲/۲۵

د ارزوکان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا روح الله ابو احمد وایي، د ارزګان ولایت د محترم ښاروال عبدالرشید هدایت الله په شتون کې یې د خیرو کاریز د اصلاحي پلان. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۳:۴۳
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د غور له والي سره وکتل

۱۴۴۵/۱۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د غور له محترم والي ملا احمد شاه دین ‌دوست او په دغه ولایت کې د کور او ښار جوړولو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

په غزني ولایت کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو

۱۴۴۵/۱۲/۲۴

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست د لروغونو ښارونو د ساتنې عمومي مدیریت تخنیکي ټیم په دې ولایت کې د شیخ عجل بابا د. . .

BACK TO NEWS