د سرپل ولايت د شاهچنار ليسې ودانۍ ورغول شوه
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پېشساخت قطعاتو فابريکې له لارې د سرپل ولايت د شاهچراغ ۶ صنفي ښوونځي ودانۍ تر رغولو وروسته ګټې اخېستنې ته وسپارله.
دا ښوونځی په ۵۹۷ متر مربع ځمکه کې په يو پوړيز ډول د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له انکشافي بوديجې څخه په ۱۹ ميلیونه افغانيو جوړ شو.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په پام کې لري چې د پېش ساخت قطعاتو د توليد فابريکې له لارې روان کال د ۱۰۰ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړي.