د ساختماني موادو د کیفیت کنټرول په برخه کې پنځه ورځنی مسلکي سمینار پیل شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۲۷
سمینار

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د کور او ښار جوړولو انسټیټیوت له لوري، د ساختماني موادو د کیفیت کنټرول په برخه کې پنځه ورځنی مسلکي سمینار د وزارت د تخنیکي کارکوونکو لپاره پیل شو.

دغه سمینار د کور او ښار جوړولو انسټیټیوت په تالار کې پیل شو، چې د وزارت یو شمېر تخنیکي کارکوونکي پکې ګډون لري. د سمینار په جریان کې به ګډونوالو ته د ساختماني موادو د کیفیت کنټرول، د کیفیت د ارزونې، اړوندو تخنیکي معیارونو او په ساختماني چارو کې د معیاري موادو د کارونې په اړه اړین مسلکي او تخنیکي معلومات وړاندې شي.

د یاد پنځه ورځني سمینار موخه د وزارت د تخنیکي کارکوونکو د مسلکي پوهې او کاري وړتیاوو لوړول، د ساختماني موادو د کیفیت د ارزونې په برخه کې د هغوی د ظرفیت پیاوړتیا او په ساختماني پروژو کې د کیفیت د معیارونو د لا ښه رعایت زمینه برابرول دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د خپلو تخنیکي او مسلکي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې ته ځانګړې پاملرنه کوي او د همدې موخې لپاره د کور او ښار جوړولو انسټیټیوت له لارې په بېلابېلو مسلکي او تخنیکي برخو کې روزنیز پروګرامونه او تخصصي سمینارونه په لاره اچوي.

د ساختماني موادو د کیفیت کنټرول دغه سمینار هم د همدې لړۍ په دوام کې ترسره کېږي، چې له دې وړاندې هم د وزارت د اړوندو مسلکي برخو له لوري د بېلابېلو تخنیکي موضوعاتو په اړه ورته روزنیز پروګرامونه او سمینارونه جوړ شوي دي.

د وزارت له لوري د تخنیکي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو دا ډول پروګرامونه د دې لپاره ترسره کېږي چې کارکوونکي د ساختماني چارو له نوو تخنیکي معیارونو او مسلکي اصولو سره لا ښه بلد شي او خپلې دندې په لا لوړ مسلکي کیفیت ترسره کړي.

ټاکل شوې دغه سمینار پنځه ورځې دوام وکړي او په ترڅ کې به یې ګډونوالو ته د ساختماني موادو د کیفیت کنټرول اړوند موضوعات په نظري او عملي بڼه وړاندې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۴۷
Background image

د امام شقیق بلخي صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د بلخ ولایت د حیرتان په دوه ‌لارې کې د «امام شقیق بلخي» صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

یاد صنعتي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

د ساختماني موادو د کیفیت کنټرول په برخه کې پنځه ورځنی مسلکي سمینار پیل شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د کور او ښار جوړولو انسټیټیوت له لوري، د ساختماني موادو د کیفیت کنټرول په برخه کې پنځه ورځنی مسلکي سمینار د وزارت د تخنیکي کارکوونکو لپاره پیل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۸
Background image

کابل کې د میرویس ښارګوټي د ساختماني سرغړونو د اسنادو د ارزونې بهیر پیل شو

۱۴۴۸/۴/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تختیکي ټيم د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د میرویس ښارګوټي څخه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت