د زابل ولايت مقام د غونډو تالار ودانۍ جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۱ - ۹:۴۶
زابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ثبات تحکمي برنامې له لارې د زابل ولايت د غونډو لپاره د تالار ودانۍ جوړولو چارې بشپړې کړې او ګټې اخېستنې ته يې وسپارله.

دا ودانۍ په ۷۱۲ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له‌خوا د ثبات تحکيم برنامې له لارې په ۲۹ ميليونه ۲۰۰ زره افغاني ورغول شوه.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ثبات تحکيم برنامې له پيل راهېسې تر اوسه د هېواد په ګڼو ولايتونو کې ۱۲۹ بېلابېلې دولتي اداري ودانۍ رغولي او په دې سره يې د دولتي ادارو د ظرفيت په لوړولو کې اغېزناکه ونډه اخېستې ده.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۲:۴۷
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت متخصصینو د توپوګرافیکي سروې لپاره بې پیلوټه الوتکه و ازمایله

۱۴۴۷/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې اوجي، ای ایس ریاست متخصصینو د ساحو د توپوګرافیکي سروې لپاره د بې پیلوټه الوتکې (هوايي عکاسي) ازموینه ترسره کړه.

دغه ازموینه د کور او ښار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۰:۵۷
Background image

په بلخ ولایت کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي ښارګوټي د نمرو ویش رسماً پیل شو

۱۴۴۷/۰۵/۰۱

د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عین الله حامد وايي، د مولانا جلال الدین محمد بلخي ښارګوټي د نمرو ویش بهیر رسماً پیل شو.

ښاغلي مولوي حامد وویل، دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۹:۲۹
Background image

په ارزګان ولایت کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه د تخنیکي ټیم څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د رئیس محترم الحاج ملا روح الله (ابواحمد) په. . .

BACK TO NEWS