د زابل شاجوی ولسوالۍ کې یو خصوصي ښارګوټی جوړېږي
۱۴۴۵/۰۷/۲۹
زابل کې د کور او ښار جوړولو محترم رئیس ملا دادګل مسلم وایي، د دغه ولایت په شاجو ولسوالۍ کې یو خصوصي ښارګوټی جوړېږي، چې د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې مطالعاتي پروسه پیل کړې ده.
د معلوماتو له مخې، په پام کې ده چې یاد ښارګوټی د شاجوی ولسوالۍ په مرکز او له پلاني محدودې څخه بېرون په (۱۳۰) جریبه ځمکه کې د خصوصي پانګوالو له لوري جوړ شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت په پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې د دغه وزارت په چوکاټ کې له پانګونې ملاتړ کوي، اسانتیاوې ورته برابروي او د غیري قانوني او خپل سرو رغنیزو چارو مخنیوی کوي
