د روښانه سبا او منظم ښاري جوړښت پر لور یو بل ګام؛ د نوي کابل ښار لومړي فاز اړوند د یو بل پراختیا ورکوونکي شرکت تفصیلي پلان منظور شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۲
اوکین اریانا شرکت

۱۴۴۷/۰۸/۰۳

په نوي کابل ښار کې د ابادۍ چارو پرمختګ او چټکتیا په موخه یو بل رغنده ګام پورته شو، چې پانګوالو ته د هیلو عملي کولو دروازه پرانستل شوه.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د نوي کابل ښار لومړي فاز اړوند د (اوکسین اریانا) پراختیا ورکوونکي شرکت اړوند تفصیلي پلان لاسلیک او منظور کړ.

محترم وزیر حقاني، هیله لري چې د ویزه شوي پلان له مخې به یاد شرکت خپلې د ابادۍ چارې پرمخ یوسي او د یوې منظمې ښاري پراختیا لپاره به لاره هواره شي.

دغه پلان، له هر اړخیزو تخنیکي او مسلکي ارزونو وروسته منظور شو او په عملي ډول ورته د کار پیلولو رسمي اجازه هم ورکړل شوه.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، ټینګار کوي، چې پراختیا ورکوونکي شرکتونه دې د کاري جواز ترلاسه کولو سره سم په عملي کارونو پیل وکړي.

نوموړی باور لري چې دغه چاره به د نورې پانګونې او خلکو ته د کار پیدا کولو په برخه کې مهم او اغېزمن رول ولوبوي.

پر دې سربېره به د منظم ښاري جوړښت لپاره عملي کارونه وشي، د غیر پلاني ودې او پارختیا مخنیوی به وشي او ښاري اسانتیاوې به رامنځته شي.

له پراختیا ورکوونکو شرکتونو څخه ژمنه اخیستل شوې چې ټولې چارې به د ښاري پلان، ساختماني معیارونو او چاپېریالي اصولو ته په بشپړې پاملرنې سره مخته وړي، تر څو یو منظم، خوندي او د اوسېدو وړ ښاري چاپېریال رامنځته شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت