د دارالامان ماڼۍ تر شاه دیپلوماتیک ښار ګوټی جوړول ستراتېژیک اهمیت لري

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۱۵:۰
picture

۱۴۴۵/۳/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني د بهرنیو چارو وزارت د اداري ریاست امنیتي مرستیال محترم مهندس عبدالجلیل رحمتي سره وکتل.

په دغه ناسته کې، د کابل ښار دارالامان ماڼۍ ترڅنګ د دیپلوماتیک ښارګوټي جوړولو په اړه خبرې وشوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مردارعلي کریمي بامیاني وویل، دا مهمه خبره ده، چې افغانستان کې په نړیوالو معیارونو برابر دیپلوماتیک ښارګوټی جوړ شي.

ښاغلي بامیاني وویل، د یاد ښارګوټي په جوړېدو سره به نړیوالو ته ثابته شي، چې د ا.ا.ا د بهرنیو هېوادونو دیپلوماتو ته مناسبه زمینه برابروي او له دغې لارې به له نړۍ سره دوه اړخیزې اړیکې ولري.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل، د یاد ښارګوټي له پلان جوړلو تر جواز ورکولو پورې ټولې چارې د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند کېږي، خو د رغولو، قانوني اسنادو او نورو چارو سرته رسولو په موخه اړینه ده چې د اړوندو ادارو څخه یوه ګډه کمېټه جوړه شي، تر څو یې د ستونزو په حل کې په وخت او لازم اقدام وکړي.

په ورته وخت کې، د بهرنیو چارو وزارت د اداري ریاست امنیتي مرستیال محترم مهندس عبدالجلیل رحمتي وویل، دا چې یاد دیپلوماتیک ښارګوټی په ملي او نړیواله کچه مهم او ارزښت لرونکی دی، نو اړینه ده چې لومړني کارونه یې پیل او ستونزې یې حل شي.

نوموړي، د کور او ښار جوړولو وزارت له مسؤلینو غوښتنه وکړه، چې په دغه برخه کې د بهرنیو چارو محترم وزارت سره هراړخیزه همکاري وکړي.

ټاکل شوې وه، چې یاد دیپلوماتیک ښارګوټی د ۱۳۹۲ کال د وخت مصوبې پر اساس د کابل دارالامان ماڼۍ ترڅنګ په (۳۵۰) جریبه ځمکه کې جوړ شي، خو د بېلا بېلو دلایلو له کبله یې ټول موضوعات په ټپه ولاړ وو.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۵:۲۶
Background image

د نوي کابل ښار د لومړي فاز د اصلاح شوي جوړښتي پلان د لا ډېر دقت غوښتنه وشوه

۱۴۴۷/۰۴/۲۲

د کور و ښآر جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، او د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د محترم مرستیال مولوي ګل زرین صابر، په مشرۍ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۳:۹
Background image

د سرپل ولایت د پوهنتون د کانال د تهداب د کارونو څخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۴/۲۲

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا محمد نور نوراني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د  پوهنتون د کانال د ساختماني چارو له بهیر څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۹:۵۷
Background image

غزني ولایت کې د دوه مسجدونو او یوې بلې پروژې له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۴/۲۲

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت د مستوفیت ریاست کې د یو محراب مسجد شریف له چارو څارنه. . .

BACK TO NEWS