د خوست ولایت د علي شیر ولسوالي د بوخاني او تنګي جومات د جوړولو چارې ۲۵ سلنه بشپړې شوي
دا جومات په ۲۶۷،۹ متر مربع ځمکه چې د اوداسه ځای، د جومات ملا امام لپاره ځانګړې خونه، سپتیک او د اوبو څښلو څاه، احاطه او پلي لارې پکې شامل دي په دوه پوړونو کې د ارشاد حج و اوقافو وزارت د ۱۱ میلیونه و ۴۰۰ زره افغانیو په مالي لګښت رغول کېږي.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د مقدسه اماکنو فرهنکي، ټولنیز او سیاسي اهمیت ته په کتو، د جوماتونو جوړولو ته ځانګړې توجه لري او هر کال د هېواد په بېلابېلو برخو کې لسګونه جوماتونه جوړوي.