د تېلو د پمپ سټېشنونو د جوړولو او په سوداګریزو نمرو باندې د هستوګنیزو نمرو بدلولو غوښتنې و ارزول شوې
۱۴۴۵/۱۰/۱۹
د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه د تېلو او ګازو د پمپ سټېشنونو د جوړولو او د پلان د تعدیل صلاحیت لري.
د دغه وزارت د ښاري نقشو د ویزه کولو تخنیکي کمیټې د یو شمېر هېودوالو غوښتنې چې د تېلو د پمپ سټېشنونو د جوړولو او د هستوګنیزو نمرو په سوداګریزو بدلولو په موخه یې کړې وې، تر بحث لاندې ونیولې.
د تېلو پمپ سټېشنونو د جوړولو په موخه، د کور او ښار جوړولو وزارت، سوداګرۍ وزارت، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د ټولګټو چارو وزارت، د برېښنا ریاست، د اړونده ولایتونو د امنیې قوماندانیو، د اور وژنې ریاست او د سیمې د اوسېدونکو نظرونه دقیق وڅېړل شول او وروسته یاد اسناد د ښاري نقشو د ویزه کولو کمیسیون ته د تائید په موخه واستول شول.
ټینګار پر دې دی، چې د سړکونو حریم دې په پام کې ونیول شي او د پمپ سټېشنونو له مالکینو دې ژمنې واخیستل شي چې که راتلونکي کې سړکونه پراخېږي چې بیا د دوی له لوري کوم ممانعت ونه شي.
د ښاري نقشو د ویزه کولو تخنیکي کمیټې په ناسته کې؛ په سرپل ولایت کې د هستوګنیزو نمرو په اړه هم بحث وشو، چې د انجنیري اصولو مراعتولو، ښاري بیخ بنا او د ګاونډیانو حریم ته په پام سره دې د یادو نمرو سوداګریزو ته تعدیل ترسره شي.
دغه راز، په غزني ولایت کې د یو څلور پوړیزې ودانۍ پر سر د دوه نورو پوړونو پر جوړولو هم بحث وشو، دا چې یاده ودانۍ د نورو منزولو جوړولو جوګه نه وه، غوښتنه یې رد شوه.
