د تایمني پروژې په ساحه کې د ښاري سرغړونو او ودانیزو پروژو څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱/۲۰
د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو مخینوي عمومي ریاست اړوند، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د څلورمې ناحیې د تایمني پروژې په څلورم سړک او د (۷، ۸ او ۹) کوڅو په ساحو کې د ودانیزو پروژو او احتمالي ښاري سرغړونو څخه ساحوي څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال هغه ودانیزې پروژې وارزول شوې چې د نافذه قوانینو، تصویب شویو ښاري پلانونو او یا د ګاونډیانو د حریم د نقض، لکه د غیرقانوني کړکیو د جوړولو احتمال پکې موجود و.
همدارنګه، له هغو مالکینو څخه چې د خپلو پروژو قانوني اسناد، جوازونه او اړوند مدارک یې نه وو وړاندې کړي، وغوښتل شول څو یاد اسناد د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست ته وسپاري، ترڅو له تخنیکي ارزونې او د تصویب شویو پلانونو سره د مطابقت له تثبیت وروسته، د اړتیا په صورت کې قانوني اقدامات ترسره شي.
د دغې څارنې موخه د ښاري پلانونو مطابق د ودانیزو چارو د تطبیق ډاډ ترلاسه کول، د غیرمعیاري او غیرمجازو ودانیو مخنیوی، د ګاونډیانو د حقونو او محرمیت ساتنه، د ودانیز کیفیت لوړول او د ښاري نظم پیاوړتیا ده.
د یادونې وړ ده چې د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ښاري اصولو د پلي کېدو په موخه، د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ساحوي څارنو لړۍ په دوامداره توګه روانه ده او د هر ډول سرغړونې په اړه به د نافذه قوانینو له مخې لازم اقدامات ترسره کېږي.
