د تالقان ښار سټراټيژیک پلان منظور شو

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۳ - ۱۵:۸
تالقان

د ښار جوړولو او ځمکو وزیر محترم محمود کرزي په ولسي جرګه کې د تخار استازیو محترمې حبیبه دانش، محترم عبدالباقي ملکزاده، محترمې نظیفه یوسفي بیک، محترم محمد عالم ساعي او محترم انجنیر امیر محمد خاکسار او د دې وزارت د ځینو رئیسانو او مسوولانو په حضور کې د تالقانو ښار سټراټیژیک پلان منظور کړ.

دا سټراټیژیک پلان د تالقانو ښار پراختیا مسیر معلومولو تر څنګ په تخار ولایت کې د ښاري پراختیا پروژو پلي کېدو ته زمینه برابروي.

په دې پلان کې ۱۸ هکټاره ځمکه د ورزشي سیمو، ۷ هکټاره ځمکه د فرهنګي سیمو، ۱۱ هکټاره ځمکه د روغتیايي سیمو، ۲۵ هکټاره ځمکه د پارک او زرغونو سیمو، ۶۰ هکټاره ځمکه د عامه تاسیساتو، ۲۷ هکټاره ځمکه د زده‌کړې سیمو، ۲۰ هکټاره ځمکه د تفریحي سیمو، ۵۷ هکټاره ځمکه د صنعتي سیمو، ۲۴ هکټاره ځمکه د اداري سیمو او نږدې ۱۰ هکټاره ځمکه د ټرانسپورټي فعالیتونو د سمبالښت په موخه په نظر کې نیول شوې ده.

د یادولو وړ ده چې د ښار جوړولو ځمکو وزارت له لوري په تېرو شپږو میاشتو کې ۲۵ پراختیا پلانونه د کابل، ننګرهار، لوګر، فراه، غور، جوزجان، بامیان، کاپیسا، خوست، بغلان، ارزگان، نیمروز، فاریاب، سرپل، سمنګان او پروان ولایتونو لپاره منظور شوي دي. په دې پلانونو کې ۷ تفصیلي، ۱۱ سټراټیژيک، ۲ منطقوي او ۵ د بهسازۍ پلانونه شامل وو چې په پلي کېدو سره به یې ۲۰ زره کورنیو ته د اوسېدو ځایونه پیدا شي، ښارونه به په منظم ډول انکشاف وکړي، غیر پلاني سیمې به جوړې شي او په ۱۶ ولایتونو کې به پرمختیايي او ټولګټو پروژو ته د پلي کېدو زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۳:۳۹
Background image

د میدان وردګ ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د لوړې مسجد د پاتې ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۱۳

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د سیداباد ولسوالۍ اړوند د لوړې مسجد د پاتې ودانیزو چارو د پرمختګ په موخه څارنه او نظارت ترسره کړ.

د څارنې پر مهال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۵۹
Background image

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د شنې ساحې د غیرقانوني جوړولو چارې ودرول شوې

۱۴۴۸/۴/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت کنترول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د کابل ښار د پنځمې ناحیې د سپین‌ کلي څلورلارې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۴۹
Background image

د کابل په مرکز کې د حاجیانو لپاره د نوي مجتمع توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۵/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ ای‌ اېس ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په مرکز کې د ارشاد، حج او اوقاف وزارت اړوند د حاجیانو د نوي مجتمع د ځمکې توپوګرافي سروې بشپړه کړه.. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت