د بغلان ولايت د خوست ولسوالۍ اداري کمپلکس ورغول شو

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۷ - ۱۲:۵۹
بغلان

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ثبات تحکيم برنامې له لارې د بغلان ولايت د خوست ولسوالۍ اداري ودانۍ ورغوله او ګټې اخېستنې ته يې وسپارله.

دا ودانۍ په ۴۹۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د دولت له انکشافي بوديجې څخه په ۱۸ ميلیونه ۷۹۹ زره افغانيو ورغول شوه.

د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې اړوند دا پروژه چې ساختماني چارې يې د لسو کالو په موده کې بشپړې شوې، ورسره به د يادې ولسوالۍ ټولو دولتي کارکوونکو ته د کار کولو مناسب او ارام چاپېريال برابر شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۰:۱۹
Background image

د غیرپلاني سیمو د بهسازۍ درې پلانونه ویزه او ولایتونو ته د تطبیق لپاره واستول شول

۱۴۴۷/۰۵/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د غیرپلاني سیمو د بهسازۍ ریاست وایي چې د هېواد د ښارونو د غیرپلاني ساحو لپاره درې بیارغونې پلانونه طرحه شوي او د عملي کېدو لپاره اړوندو ولایتونو ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۹:۳۷
Background image

د غزني په اب بند ولسوالۍ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۲۵

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د اب بند ولسوالۍ اړوند د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۴:۳۰
Background image

د نیمروز په بندر‌والۍ او ۱۰۰ بستریز روغتون کې د مسجدونو د جوړېدو چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۰۵/۲۴

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د بندر‌والۍ په ساحه او د ۱۰۰ بستریز روغتون اړوند د مسجدونو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی 6 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت